په يورپ کې تر ليسزو وروسته سخته يخني ريکارډ شوې چي له کبله يې د مړو شوو کسانو شمير ۸۰ ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې په يوکراين کې په تيرو ۲۴ ساعتونو کي ۱۳ کسان د سختي يخنۍ له کبله مړه شوي چې له دې سره په دغه هيواد کې په دې وروستيو ورځو کي د مړو شوو کسانو شمير ۴۳ ته رسېدلی دی.
په پولېنډ کې د جمعې د ورځي راهيسي ۵ کسان د سختي يخيني له امله مړه شوي او په دغه هيواد کې د مړو شوو کسانو شمير ۲۰ ته رسېدلی دی.
په دواړو هيوادونو کې د تودوخې ټيټه درجه منفی ۳۰ ډګري سېنټي ګرېډ ريکارډ شوي. په مړو شوو کسانو کې زيا تره بی کوره کسان وو.