د کولمبیا چارواکي وايي، د هغه هېواد د یوې پوځي الوتکې د رالوېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۶۶ کسان وژل شوي دي.
فرانس پرېس، رویټرز او اسوشیېټېډ پرېس خبري اژانسونو د کولمبیا د چارواکو په حواله لیکلي دي چې دا پېښه د مارچ پر ۲۳مه مخې ته راغلې ده.
چارواکي وايي، دغه سي - ۱۳۰ الوتکه له ایکواډور او پیرو سره پر پوله د کولمبیا په پورتو لیګوزامو سيمه کې پرېوتې ده.
د کولمبیا دفاع وزیر پیدرو سانچیز رسنیو ته ویلي، الوتکه چې څنګه له ځغاستلیکې پورته شوه نو د یو نیم کیلومیټر په واټن کې بېرته پر ځمکه ولګېده چې له امله یې الوتکې اور واخيست. نوموړی وايي، داسې شواهد یې نه دي موندلي چې الوتکه به د برید ښکار شوې وي.
چارواکي وايي په الوتکه کې له ۱۲۰ زیات کسان سپاره ول او د ۶۶ وژل شویو ترڅنګ ۸۱ کسان پکې ژوبل شوي هم دي. هغوی زياتوي چې په وژل شویو او ژوبلو کسانو کې ډېری یې پوځي سرتېري دي.