د ایران د ولسمشرۍ دفتر د اړیکو او معلوماتو مرستیال مشر مهدی طباطبایی اعلان کړی دی چې د هغه هېواد "د رهبر په موافقه او د ولسمشر مسعود پزشکیان په امر" محمد باقر ذوالقدر د ايران د ملي امنیت د عالي شورا د منشي په توګه ټاکل شوی دی.
طباطبایی د مارچ پر ۲۴مه پر اېکس پاڼه د علي لاريجاني د ځای ناستي په حيث د ذوالقدر د ګومارلو اعلان خپور کړی دی.
محمد باقر ذوالقدر، چې د سپاه پاسداران له پخوانیو قومندانانو څخه دی، د دې پوځي بنسټ له لومړنیو غړو څخه هم شمېرل کېږي.
دا تر هغه وروسته ده چې د ايران د امنيتي شورا پخوانی مشر علي لاريجاني د مارچ پر ۱۶مه پر هغه هېواد د اسراييلو په بريد کې ووژل شو.
دا د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران د اسراییلو او امریکا په حملو کې د پخواني ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي تر وژنې وروسته د تر ټولو مهم چارواکي وژل کېدل وو.