د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د عمران او قادري پلویان ښکاره ترهګري کوي'


پاکستان به یو وفاق وي، یو ایین به لري، په دغه ملک کې مېشت ټول ولس به تر قانون لاندې اییني او بشري حق لري. د پاکستان په سیاست کې به د پوځ هېڅ لاسوهنه نه وي. او په دې هېواد کې به یوازې واک له ولس سره وي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په پاکستان کې د رامنځ ته شوي اوسني سیاسي کړکېچ په باب د پارلمان رابلل شوې ګډې غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې نن په ریښتیا د پاکستان تاریخ مهمه ورځ او یوه نازک موړ او پړاو دی. نن د ټول وطن د ولس لپاره د ټولو ګوندونو لپاره د امتحان ګړۍ ده.

په نن ورځ زما په فکر د بل هر څه په پرتله د زړه له اخلاصه پر دې ټینګار وکړو چې موږ کومه ژمنیتا لرو پر هغه به ټینګ درو. نن به موږ په یوه خوله دا پیغام ورکوو، چې موږ څه غواړو او د پاکستان ستونزه څه ده.

ښاغلي اڅکزي په خپله وینا کې زیاته کړه چې دی نه د چا زړه ازارول غواړي او نه یې دا نیت دی چې د یو کس او یا یوې ادارې سپکاوی وکړي. خو هغه زیاته کړه چې که په تاریخ بیانولو کې یو څه ترې وویل شو نو نو هغوی باید پرې خپه نشي.

له ۱۹۴۷ کال پس د پاکستان په لومړیو نهه کلونو کې په ملک کې هېڅ ایین نه وو، بیا وروسته یو ایین جوړ شو، بیا بل جوړ شو او بیا درېیم جوړ شو.

په پاکستان کې د سیاسي ګوندونو تر منځ خپلوي د پخواني پوځي دیکتاتور جنرال پروېز مشرف په واکمني کې جوړه شوه، او درې لویو سیاسي اتحادونو، متحده مجلس عمل، پونم « پاکستان ځپلی ولسي غورځنګ» او د پیپلز پارټۍ او مسلیم لیګ ن اتحاد په ګډون دا ټول پر دې یوه خوله شول چې د پاکستان ایین دفاع به په سر کې وي.

پاکستان به یو وفاق وي، یو ایین به لري، په دغه ملک کې مېشت ټول ولس به تر قانون لاندې اییني او بشري حق لري. د پاکستان په سیاست کې به د پوځ هېڅ لاسوهنه نه وي. او په دې هېواد کې به یوازې واک له ولس سره وي.

اڅکزي وویل، د ایین برلاسي کېدو لپاره له ملکه بهر د پاکستان پخوانیو دوو لومړیو وزیرانو بې نظیر بوټو او میا نواز شریف سره په لندن کې د پاکستان ۳۷ ګوندونو په یوه خوله یو نوی سیاسي اتحاد « اې پي ډي اېم » تر دې ټکي لاندې رامنځ ته کړ چې د دې هېواد ایین به د ټولو ګوندونو په خوښه تر بیا کتنې لاندې منل کېږي، او د هغه اتحاد دې ملک ته تر ټولو لوی سوغات د اتلسم اییني ترمیم په بڼه کې ورکړل شو. نوموړي وویل چې په دې اییني ترمیم کې د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري او پخوانی پارلماني سپیکرې تهمینه مرزا رول د ستایلو وړ دی.

او دا د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو ستره ازادي وه چې د دې هېواد په یوه خوله یو متفقه ایین ورکړ او دا تر ټولو ستر سوغات دی.

هغه وویل، چې نن د پاکستان ټول سیاسي ګوندونه په یوه خوله او ژمنیتا د همدې ایین او پارلمان د بالادستي لپاره سره یوموټي دي.

اڅکزي وویل، موږ ټول پر دې متفق چې د ملک ایین او پارلمان ته د هر غځېدونکي لاس مخه به نیسي. او که یې وخت راغلئ نو پر ضد به یې مبارزه او جهدوجهد هم کوو.

ایین اود پارلمان برلاسي ده. دغه پارلمان د آیین په بڼه کې پاکستان ولس ته یو ستر سوغات ورکړی دي. او ټول ګوندونونه د مبارکۍ مسحق دی. په لومړي ځل دغه ملک پر سمه پټلۍ روان شوی دی. قضایه مو ملګرې ده، مدني ټولنې مو ملګرې دي، یوازې پاکستانی پوځ پاتې دی له هغوی به خواست وکړ چې خپلځان د ایین تر دایېرې لاندې راولي. له موږ سره دې مل شي، همدا یې ریښتونی خدمت دی.

څنګه چې د نورې نړۍ پوځونه د ایین دفاع کوي، همداسې به د پاکستان پوځ هم تر ایین لاندې راځي او د دې دفاع به کوي.

اڅکزي وویل، «موږ سختې خبرې نه کوو، خدایه یې مه کړه که یو بده راورځ راغله بیا به موږ هم یو څه وکړ»

د عمران خان او طاهر القادري د روانو احتجاجونو په باب محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې وویل، چې دا پارلمان به یوه خبره سپینوي او په ډاګه به یې کوي، ځکه چې صفونه وېشل شوي دي.

یو خوا ته د ټول ملک سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې، قضایه او مېډيا ولاړه ده چې په دې ملک کې به ایین وي، پارلمان وي، جمهوریت وي او د قانون بالادستي به وي، او بل خوا د ګوتو په شمېر کوتک پلاس لشکریان دي. د ولس منتخیب پارلمان یې یرغمل کړی دی. دا په ډاګه له آیینه سرغړونه ده. دا بغاوت دی. د پاکستان ولس او ادارې دومره کمزورې دي؟ دا پر پارلمان راټول شوي کسان باید ژر تر ژره له دې ځایه هیسته کړل شي. که بل چا دا کار ونکړ نو بیا یې موږ په خپله کوو.

محمود خان اڅکزي پر پارلمان او پي ټي وي د عمران خان او قادري د پلویانو برید ترهګري وبلله، او په خپله وینا کې یې ترهګري څرګنده کړه چې « په هغه ځایونو کې چې د ولس امنیتي احساس خرابول کېږي، د دې هدف ترلاسه کوولو ته ترهګري ویل کېږي. د بېلګې په تووګه هغه مهم ځایونه چې اقتصادي او سیاسي څلي دي، برید کولو ته ترهګري ویل کېږي. ترهګر په دې تمه موخه دغسې کړنې کوي چې پر ولس د فشار اچولو په زور خپلې سیاسې موخې ته ځان ورسوي«

ښاغلي اڅکزي وویل، په اسلام اباد کې د امنیت لپاره ګمارل شوي شاخوا ۴۰ زره سرتېري د ځه لپاره روزل شوي دي چې د ولس منتخیب پارلمان نشي ساتلای. هغه خلک چې پر احتجاج راوتلي دي، د هغوی مخه نشي نیولای، دوی ته د تنخاګانې او روزنې د څه لپاره ورکول کېږي.

په دغه ځواکونو کې اوس هم دومره زور شته چې دغه راټول شوي احتجاجیان تر دواړو لاسونو او پښو ونیسي او بهر یې وغورځوي. دا خپله ترهګري ده چې احتجاجیانو ته ویل کېږي پولیس ولئ خو پوځ ته څه مه وایاست.

هغه وویل دا څرګنده ترهګري ده او د دې مخه باید ونیول شي.

محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې د پیپلز ګوند سېنېټر اعتزاز حسن ته په اشاره وویل چې په کراچۍ کې پر ۱۲م مې ۲۰۰۸م کال د پخواني مشر قاضي هرکلي ته پر تلونکو خلکو په کراچۍ ښار کې په لسګونه ووژل شول چا یې پوښتنه ګروږنه وکړه.

په قبایلو کې د فرید الله خان او مولانا معراج الدین غوندې ۱۲ سوه مخور ټولنیز مشران ووژل شول. هېچا یې تپوس ونکړ.

د پاکستان ریاست صوفي محمد په دې تور په زندان کې اچولی چې هغه د پاکستان اسسن نه مانه، نو دا د پارلمان بهر ناست نازولي خو آیین نه مني دوی ولې ازاد ګرځي.

اڅکزي وویل چې د قادري ملا په څټه کې هم د اتفاق فاونډري سریه ده او د تکبر دغه سریه یې باید له سره هیسته کړل شي. له دوی سره که د هر چا لاس دی، زه تاسو ته د لوی خدایه په نامه وایم چې دا خلک له دې ځایه پورته کړئ.

XS
SM
MD
LG