د خیبر پښتونخوا د جماعت اسلامی امیر او د امن خبرو لپاره د طالبانو له لوري د ګمال شوي پلاوي استازي پروفېسر ابراهیم وايي، چې وسله وال طالبان احرار الهند نومي تنظیم سره هېڅ تړاو نه لري او که چېرې د پاکستان حکومت د دغه ډلې پر ضد عملیات کوي نو دوی ته هېڅ اعتراض نشته. پروفیسر ابراهیم دغه څرګندونې د مشال راډیو له خبریال خالد خان سره په یوه مرکه کې کړې. له نوموړي وپوښتل شول چې د امن لپاره د طالبانو څه شرایط دي؟
پښتونخوا زده کوونکو سازمان ( پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن) له لوري ښوونځيو کې د ماشومانو داخلولو لپاره تعليمي کمپاين لا هم روان دی. د دغه سازمان غړي وايي، په ټوله سهېلي پښتونخوا کې يې د پروسږ کال په څېر سږ کال هم تعليمي کمپاين په ښه توګه پرمخ بیولی، چې له برکته يې په زرګونه ماشومان په سکولونو کې داخل شوي دي. له کوټې پرې زموږ د همکار رپوټ ته غوږ نیسو.
د پاکستان پخوانى ډېپلوماټ او د واشنګټن په امیرېکن پوهنتون کې د اسلامي علومو استاد اکبر احمد وايي چې د پښتنو تر ټولو لويه ستونزه د امنيت نيشتوالی دی. نوموړی زياتوي چې پښتنو د مهذبه نړۍ په پرمختګ کې لوی رول لوبولی دی او په کار ده چې پښتانه پوهان او د نوي نسل ځوانان يې نړۍ ته څرګنده کړي چې دوی امن خوښوونکي، مېلمه پاله او تهذيب يافته خلک دي. له اکبر احمد سره زموږ همکار ابوبکر صديق مرکه کړې او په لومړي سر کې یې تر پوښتلي چې په اوس وخت کې پښتانه له کومو ننګونو سره مخامخ دي؟ له نوموړي سره مرکه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک وايي، که وفاقي حکومت ورسره ملاتړ وکړي نو دوی وسله والو طالبانو ته د سیاسي دفتر پرانیستو ته تیار دي. له مشال راډيو سره د ځانګړې مرکې پر وخت خټک وویل، له وسله والو طالبانو سره د خبرو په بهیر کې دې د قبایلي سیمو استازي هم شامل کړل شي. دی وايي، له دفتره پرته نور هم ډېر څه طالبانو ته ورکولای شي. له نوموړي سره مرکه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د قبایلي سیمو مشرانو په یوه جرګه کې د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې دوی ته دې په قبایلي سیمو مشتمله یوه صوبه جوړه کړل شي. دغو مشرانو ویل دوی ته ته خدای په خپله خاوره کې ګڼ قدرتي وسایل ورکړي خو دوی د خلکو ژوند ته هېڅ پاملرنه نه کېږي. نور تفصیل یې د سیلاب مسود په راپور کې.
د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېر پاو وايي چې دمګړۍ له وسله والو سره د خبرواترو لړۍ کې جوت پرمختګ نه تر سترګو کېږي. د ده په خبره چې د پاکستان وفاقي حکومت په نوې قامي امنیتي تګلاره کې د پښتنو قبایلي سیمې له پامه غورځولي دي. پر دې موضوع د مشال خبریال غلام غوث له نوموړي سره خبرې کړې
د خیبر پښتونخوا په ضلع هنګو کې بمي چاودنه شوې چې په کې د پولټیکل ایجنټ ریاض محسود پشمول د کورمې ایجنسۍ ۴ نور انتظامي چارواکی زخمیان شویدي. د هنګو مرستیال کمیشنر عبدالغفور مشال ریډیو ته وویل چې په زخمیانو کې د ریاض مسود سربېره د کوزې کورمې مرستیال پولټیکل ایجنټ فضل قادر، د منځنی کورمې مرستیال پولټیکل محمد نعیم خان او د علی زیو سیمې تحصیل دار محمد اکبر خان شامل دي. د دغه پیښې پړه د انصار المجاهدین په نامه يوې وسله والې ډلې په غاړه اخستې وه.
یو کال مخکې په شمالي وزیرستان کې د وژل شوي خبریال ملک ممتاز کورنۍ وايي، تر دې وخته ورته د ولسمشر له خوا اعلان شوې مرستې نه دي ورکړل شوي. د ملک ممتاز کورنۍ غړو له مشال راډيو سره د خبرو پر وخت وویل، دوی حکومت ته ډېر غوښتنلیکونه ورکړي دي خو هیڅ مثبت ځواب یې نه دی تر لاسه کړی. د ملک ممتاز تر وژنې وروسته د هغه وخت ولسمشر اصف علي زرداري ورته د نغدو پیسو مرستو ورکولو اعلان کړی وو. په دې اړه تفصیل په لاندیني رپورټ کې د غږ (ږغ) په ځای کې واروئ.
د بلوچستان په پښتني سیمو کې د پښتنو زدهکوونکو سازمان پښتونخوا ستوډنټس ارګنایزېشن د روانې فېبرورۍ میاشتې له پنځلسمې نېټې بیا د راتلونکې مارچ میاشتې ټر پینځلسمې نېټې ښوونځیو ته د ماشومانو رابللو تعلیمي کمپاین پېل شوی دی. دغه سازمان له تېرو څلورو کلونو راهیسې دغه تعلیمي کمپاین چلوي. روښانه مستقبل کې د پښتونخوا ستوډنټس ارګنایزېشن له یو مشر کبیر افغان او ځینو نورو هغو سره دغه کمپاین خبرې کوي. د دې خبرونې کوربه منور شاه دی
د ورکو کړل شویو بلوڅانو د میندلو او خوشي کولو لپاره د هغوی لاریون کوونکي خپلوان تر څلور میاشتیني اوږده لاریون وروسته د پنجاب صوبې راولپېنډۍ ښار ته رسېدلي دي.
دپاکستان جنګي الوتکو بیګا شپه د جنوبي وزیرستان په بوبړ، شکتوي او لدا سیمو کې د طالبانو پر مرکزونو بمباري کړې ده. نن سهار د امنیتي ځواکونو چارواکو مشال ریډیو ته وویل، دې هوايي بریدونو کې له شلو تر دېرشو پورې وسله وال طالبان وژل شوي دي. د استخباراتي ادارو ځنې چارواکي بیا د وژل شویو وسله والو شمېره لس تنه ښوولې. چارواکي زیاتوي په بیګاني برید کې د شمالي او جنوبي وزیرستان پر پوله پروت شوال کې هم د وسله والو مرکز په نښه کړل شوي دي. د طالبانو ذرایعو هم د دې بمبارۍ تصدیق کړې خو د مرګ ژوبلې ادعاوې یې رد کړي او ویلي یې دي چې وسله وال د خطرې له وجې شپه له خپلو مرکزونو بهر تېروي.
د پاکستانیو طالبانو لوړپوړی مشر عصمت الله شاهین بېټڼی نن په شمالي وزیرستان کې وژل شوی دی. استخباراتي چارواکو او ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې عصمت الله شاهین بېټڼی، د هغه ډرایور او دوه ساتونکي نن غرمه هغه مهال ووژل شول چې د میرانشاه په درګه منډۍ سیمه کې نامالومو وسله والو پرې ډزې وکړې. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. عصمت الله شاهین بېټڼی د تحریک طالبان پاکستان د شورا پخوانی مشر وو.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته