د لاسرسي ځای

تازه خبر

ماما قدیر: د بلوڅو د حقونو لپاره ملګرو ملتونو او ناټو ته ځو


ماما قدیر بلوڅ
ماما قدیر بلوڅ
اسلام اباد: د ورکو کړل شویو بلوڅانو د میندلو او خوشي کولو لپاره د هغوی لاریون کوونکي خپلوان تر څلور میاشتیني اوږده لاریون وروسته د پنجاب صوبې راولپېنډۍ ښار ته رسېدلي دي.

دوی به نن په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته ځي او هلته به خپل یاداښت وړاندې کوي.

د پنجشنبې په ماښام پېنډۍ ته په رسېدو د ورکو کړل شویو بلوڅانو سازمان (وایس فار مېسېنګ بلوڅ پرسنز) مشر ماما قدیر بلوڅ مشال راډیو ته وویل چې حکومت او عدالتونه دوی ته په انصاف ورکولو کې پاتې راغلي دي.

ماما قدیر بلوڅ زیاته کړه چې که حکومت دوی ته حقونه نشي ورکولای نو دوی به بیا له ملګرو ملتونو او نېټو اتحاده مرسته غواړي.

د یادونې وړ ده چې د ورکو کړل شویو بلوڅانو سازمان (وایس فار مېسېنګ بلوڅ پرسنز) د اوږد لاریون د تېر کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۷مه نېټه د کوټې ښار له مطبوعاتي دفتر (پریس کلب) څخه پیل کړی وو.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG