د پاکستان پخوانى ډېپلوماټ او د واشنګټن په امیرېکن پوهنتون کې د اسلامي علومو استاد اکبر احمد وايي چې د پښتنو تر ټولو لويه ستونزه د امنيت نيشتوالی دی. نوموړی زياتوي چې پښتنو د مهذبه نړۍ په پرمختګ کې لوی رول لوبولی دی او په کار ده چې پښتانه پوهان او د نوي نسل ځوانان يې نړۍ ته څرګنده کړي چې دوی امن خوښوونکي، مېلمه پاله او تهذيب يافته خلک دي. له اکبر احمد سره زموږ همکار ابوبکر صديق مرکه کړې او په لومړي سر کې یې تر پوښتلي چې په اوس وخت کې پښتانه له کومو ننګونو سره مخامخ دي؟ له نوموړي سره مرکه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک وايي، که وفاقي حکومت ورسره ملاتړ وکړي نو دوی وسله والو طالبانو ته د سیاسي دفتر پرانیستو ته تیار دي. له مشال راډيو سره د ځانګړې مرکې پر وخت خټک وویل، له وسله والو طالبانو سره د خبرو په بهیر کې دې د قبایلي سیمو استازي هم شامل کړل شي. دی وايي، له دفتره پرته نور هم ډېر څه طالبانو ته ورکولای شي. له نوموړي سره مرکه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د قبایلي سیمو مشرانو په یوه جرګه کې د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې دوی ته دې په قبایلي سیمو مشتمله یوه صوبه جوړه کړل شي. دغو مشرانو ویل دوی ته ته خدای په خپله خاوره کې ګڼ قدرتي وسایل ورکړي خو دوی د خلکو ژوند ته هېڅ پاملرنه نه کېږي. نور تفصیل یې د سیلاب مسود په راپور کې.
د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېر پاو وايي چې دمګړۍ له وسله والو سره د خبرواترو لړۍ کې جوت پرمختګ نه تر سترګو کېږي. د ده په خبره چې د پاکستان وفاقي حکومت په نوې قامي امنیتي تګلاره کې د پښتنو قبایلي سیمې له پامه غورځولي دي. پر دې موضوع د مشال خبریال غلام غوث له نوموړي سره خبرې کړې
د خیبر پښتونخوا په ضلع هنګو کې بمي چاودنه شوې چې په کې د پولټیکل ایجنټ ریاض محسود پشمول د کورمې ایجنسۍ ۴ نور انتظامي چارواکی زخمیان شویدي. د هنګو مرستیال کمیشنر عبدالغفور مشال ریډیو ته وویل چې په زخمیانو کې د ریاض مسود سربېره د کوزې کورمې مرستیال پولټیکل ایجنټ فضل قادر، د منځنی کورمې مرستیال پولټیکل محمد نعیم خان او د علی زیو سیمې تحصیل دار محمد اکبر خان شامل دي. د دغه پیښې پړه د انصار المجاهدین په نامه يوې وسله والې ډلې په غاړه اخستې وه.
یو کال مخکې په شمالي وزیرستان کې د وژل شوي خبریال ملک ممتاز کورنۍ وايي، تر دې وخته ورته د ولسمشر له خوا اعلان شوې مرستې نه دي ورکړل شوي. د ملک ممتاز کورنۍ غړو له مشال راډيو سره د خبرو پر وخت وویل، دوی حکومت ته ډېر غوښتنلیکونه ورکړي دي خو هیڅ مثبت ځواب یې نه دی تر لاسه کړی. د ملک ممتاز تر وژنې وروسته د هغه وخت ولسمشر اصف علي زرداري ورته د نغدو پیسو مرستو ورکولو اعلان کړی وو. په دې اړه تفصیل په لاندیني رپورټ کې د غږ (ږغ) په ځای کې واروئ.
د بلوچستان په پښتني سیمو کې د پښتنو زدهکوونکو سازمان پښتونخوا ستوډنټس ارګنایزېشن د روانې فېبرورۍ میاشتې له پنځلسمې نېټې بیا د راتلونکې مارچ میاشتې ټر پینځلسمې نېټې ښوونځیو ته د ماشومانو رابللو تعلیمي کمپاین پېل شوی دی. دغه سازمان له تېرو څلورو کلونو راهیسې دغه تعلیمي کمپاین چلوي. روښانه مستقبل کې د پښتونخوا ستوډنټس ارګنایزېشن له یو مشر کبیر افغان او ځینو نورو هغو سره دغه کمپاین خبرې کوي. د دې خبرونې کوربه منور شاه دی
د ورکو کړل شویو بلوڅانو د میندلو او خوشي کولو لپاره د هغوی لاریون کوونکي خپلوان تر څلور میاشتیني اوږده لاریون وروسته د پنجاب صوبې راولپېنډۍ ښار ته رسېدلي دي.
دپاکستان جنګي الوتکو بیګا شپه د جنوبي وزیرستان په بوبړ، شکتوي او لدا سیمو کې د طالبانو پر مرکزونو بمباري کړې ده. نن سهار د امنیتي ځواکونو چارواکو مشال ریډیو ته وویل، دې هوايي بریدونو کې له شلو تر دېرشو پورې وسله وال طالبان وژل شوي دي. د استخباراتي ادارو ځنې چارواکي بیا د وژل شویو وسله والو شمېره لس تنه ښوولې. چارواکي زیاتوي په بیګاني برید کې د شمالي او جنوبي وزیرستان پر پوله پروت شوال کې هم د وسله والو مرکز په نښه کړل شوي دي. د طالبانو ذرایعو هم د دې بمبارۍ تصدیق کړې خو د مرګ ژوبلې ادعاوې یې رد کړي او ویلي یې دي چې وسله وال د خطرې له وجې شپه له خپلو مرکزونو بهر تېروي.
د پاکستانیو طالبانو لوړپوړی مشر عصمت الله شاهین بېټڼی نن په شمالي وزیرستان کې وژل شوی دی. استخباراتي چارواکو او ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې عصمت الله شاهین بېټڼی، د هغه ډرایور او دوه ساتونکي نن غرمه هغه مهال ووژل شول چې د میرانشاه په درګه منډۍ سیمه کې نامالومو وسله والو پرې ډزې وکړې. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. عصمت الله شاهین بېټڼی د تحریک طالبان پاکستان د شورا پخوانی مشر وو.
په کراچۍ کې پرون ماښام د عوامي نیشنل ګوند یوه مشر په ګډون پینځه کسان وژل شوي دي. پولیس وايي، پېښه هغه وخت وشوه چې وسله والو د اورنګي ټاون په اېم پي ار کالونۍ کې پر یوه ګاډي ډزې وکړې او په ګاډي کې ناست پینځه کسان یې ووژل. عوامي نیشنل ګوند بېګا په یوه اعلامیه کې ویلي، په وژل شویو کې د دوی یو مشر ډاکتر اسرار او د ګوند درې غړي شامل دي. بیان زیاتوي، په کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند غړی محفوظه نه دي، ځکه دې هلته پوځي عملیات وشي. تر پرونۍ پېښې وروسته پولیسو په ښار کې د پلټنیزو عملیاتو پر وخت ۶۳ مشکوک کسان نیولي دي. د پېښې پړه چا نه ده منلې.
د دې ورځې موخه، د مورنۍ ژبو له ارزښته خلک خبرول او ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه برابرول دي. د ملګرو ملتونو تعلیم، ساینس او فرهنګ اداره یونیسکو پر خپلې ووبپاڼې وايي، د دې ورځې لمانځلو پس منظر په ۱۹۵۲ز کال کې پر همدې ورځ په اوسني بنګلا دېش کې د ډاکې پوهنتون پر زده کوونکو د پاکستانیو پولیسو حمله ده. هغو زده کوونکو د دولتي ژبې په توګه د اردو په مخالفت او د بنګالۍ په حق کې مظاهره کوله. یونیسکو په ۱۹۹۹ز کال کې ۲۱مه فبروري د مورنۍ ژبو نړیواله ورځ وګرځوله او دا ورځ له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې لمانځل کېږي. د دې ورځې په مناسبت په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ کې غونډې او لاریونونه روان دي دوی غوښتنه کوي چې پښتو دې د تعلیم او سرکاري چارو ژبه وګرځول شي. د سراج ظهیر راپور
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته