دپاکستان جنګي الوتکو بیګا شپه د جنوبي وزیرستان په بوبړ، شکتوي او لدا سیمو کې د طالبانو پر مرکزونو بمباري کړې ده. نن سهار د امنیتي ځواکونو چارواکو مشال ریډیو ته وویل، دې هوايي بریدونو کې له شلو تر دېرشو پورې وسله وال طالبان وژل شوي دي. د استخباراتي ادارو ځنې چارواکي بیا د وژل شویو وسله والو شمېره لس تنه ښوولې. چارواکي زیاتوي په بیګاني برید کې د شمالي او جنوبي وزیرستان پر پوله پروت شوال کې هم د وسله والو مرکز په نښه کړل شوي دي. د طالبانو ذرایعو هم د دې بمبارۍ تصدیق کړې خو د مرګ ژوبلې ادعاوې یې رد کړي او ویلي یې دي چې وسله وال د خطرې له وجې شپه له خپلو مرکزونو بهر تېروي.
د پاکستانیو طالبانو لوړپوړی مشر عصمت الله شاهین بېټڼی نن په شمالي وزیرستان کې وژل شوی دی. استخباراتي چارواکو او ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې عصمت الله شاهین بېټڼی، د هغه ډرایور او دوه ساتونکي نن غرمه هغه مهال ووژل شول چې د میرانشاه په درګه منډۍ سیمه کې نامالومو وسله والو پرې ډزې وکړې. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. عصمت الله شاهین بېټڼی د تحریک طالبان پاکستان د شورا پخوانی مشر وو.
په کراچۍ کې پرون ماښام د عوامي نیشنل ګوند یوه مشر په ګډون پینځه کسان وژل شوي دي. پولیس وايي، پېښه هغه وخت وشوه چې وسله والو د اورنګي ټاون په اېم پي ار کالونۍ کې پر یوه ګاډي ډزې وکړې او په ګاډي کې ناست پینځه کسان یې ووژل. عوامي نیشنل ګوند بېګا په یوه اعلامیه کې ویلي، په وژل شویو کې د دوی یو مشر ډاکتر اسرار او د ګوند درې غړي شامل دي. بیان زیاتوي، په کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند غړی محفوظه نه دي، ځکه دې هلته پوځي عملیات وشي. تر پرونۍ پېښې وروسته پولیسو په ښار کې د پلټنیزو عملیاتو پر وخت ۶۳ مشکوک کسان نیولي دي. د پېښې پړه چا نه ده منلې.
د دې ورځې موخه، د مورنۍ ژبو له ارزښته خلک خبرول او ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه برابرول دي. د ملګرو ملتونو تعلیم، ساینس او فرهنګ اداره یونیسکو پر خپلې ووبپاڼې وايي، د دې ورځې لمانځلو پس منظر په ۱۹۵۲ز کال کې پر همدې ورځ په اوسني بنګلا دېش کې د ډاکې پوهنتون پر زده کوونکو د پاکستانیو پولیسو حمله ده. هغو زده کوونکو د دولتي ژبې په توګه د اردو په مخالفت او د بنګالۍ په حق کې مظاهره کوله. یونیسکو په ۱۹۹۹ز کال کې ۲۱مه فبروري د مورنۍ ژبو نړیواله ورځ وګرځوله او دا ورځ له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې لمانځل کېږي. د دې ورځې په مناسبت په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ کې غونډې او لاریونونه روان دي دوی غوښتنه کوي چې پښتو دې د تعلیم او سرکاري چارو ژبه وګرځول شي. د سراج ظهیر راپور
افراسياب خټک وايي پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل شا و خوا ۲۵ کاله تېر شول خو د ده په خبره د دغه يرغل اثرات اوس هم د سختدريځۍ په شکل کې د پښتنو پر سيمو موجود دي
پوښتنه دا ده چې ایا دا کمیټۍ د قبایلي ولس نمایندګي کوي؟ او که نه؟ دې پوښتنې ځواب د مشال راډيو همکار شاهین بونیري د قانوني چارو له کارپوه او قبایلي مشر لطیف اپریدي څخه کړې.
د امنیت پر ځاي کولو لپاره د پاکستان وزیراعظم نواز شریف له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو اعلان کړی دی ـــ او د دغه عمل مخ پر وړاندې بوتللو لپاره يې یوه کمېټۍ هم جوړه کړې ده.
د غني خان د لمسي مشال خان سره مو مرکه کړې ده.
د ازادۍ راډیو افغان څانګې خبریال او شاعر اجمل اند وايي، چې استاد صدیق پسرلي د ځوان کول په روزلو کې یوه ستره ونډه لري.
زه فکر کوم چې افغانستان، زموږ ګاونډیان او نړیواله ټولنه په دې پوه شوي دي چې سولې او امنیت ته خطر د افغانستان په پولو کې نه دی بند. موږ له سیمه ییز ګواښ سره مخامخ یو، پټنځایونه له افغان پولو دباندې دي.
مسعود خان: تر هغو چې د [سرتېرو] موجودیت د افغانستان او پاکستان له سولې او ثبات سره تړلی وي نو دا زما په نظر ښه کار دی. باید امنیتي خلا پاتې نه شي، موږ پوهېږو چې هغه سرتېري چې پاتې کېږي، هغوی به ملاتړی رول لوبوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته