هارون باچا د پښتو ژبې نومیالی هنرمند او د مشال راډیو کارکوونکی دی. دی هنري خپرونه "هارون باچا هنري ګړۍ" هم جوړوي.
د سوات قامي جرګې مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مخکښ مختيار باچا د اګست پر نهمه له مشال راډيو سره په خبرو کې د پاکستان رياست تورن کړ چې ترهګري يې د بهرنۍ او هم کورنۍ پالېسۍ په توګه کارولې.
د خیبر پښتونخوا د اعلا وزير د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف د اګست پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې حکومت په ملاکنډ کې د وسله والو د شتون او فعاليت په اړه کره معلومات او شواهد نه لري. نوموړی البته مني چې د طالبانو ملګرو ښايي د صوبې په ځينو سيمو کې د منظمېدو هڅې پيل کړې وي.
د لږکيو په چارو کې د اعلاوزير سلاکار وزیر زاده د جون پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل، دی د سیکانو د ودونو د قانوني کولو لپاره د هغوی د مشرانو وړانديزونو ته منتظر دی او په دې اړه یې خبرې شوې دي.
د پي ډي اېم اې وياند احسان داوړ پر خلکو غږ کوي چې د بارانونو او سېلاوونو په اړه د دې ادارې خبرداري جدي ونيسي او پر حفاظتي لارښوونو يې عمل وکړي.
دا له هغه وروسته ده چې روانه جون مياشت، په خيبرپښتونخوا کې د اور لګېدو تر ټولو زياتې پېښې د ملاکنډ ډويژن په غرونو او ځنګلونو کې وشوې.
د جون پر ۱۱مه د صوابۍ سیاسي، مذهبي او ولسي مشرانو په ضلع کې د امنیت ټینګښت او په نشو د ځوانانو روږدې کېدو مخنیوي لپاره یوه جرګه جوړه کړه. د جرګې مشران او ځايي فعالان وايي، په وروستیو کې په صوابۍ کې د امنیت وضعیت خورا خراب شوی او همداراز، پکې د نشه يي توکو خرڅلاو او استعمال زیات شوی دی.
حکومت په نشو د اخته کسانو د درملنې او بيا بحالۍ په چارو کې په پېښور کې له فعالو ځينو غير سرکاري ادارو هم مرسته غوښتې ده.
د خيبرپښتونخوا په حکومت کې د کلچر اېنډ ټورېزم اتارټي په نوم د کلتوري او سیلګرۍ چارو د نوې ادارې يو چارواکي همايون خان د مې پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې د اداره یې له اړمنو هنرمندانو سره د مرستو لپاره پيسې لري.
په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان منتخب استازی محسن داوړ، په داسې حال کې چې د دې سيمې د اوسېدونکو مشکلات درک کوي، پر هغوی غږ کوي چې له پوليو کمپاينه د انکار په صورت کې د خپلو ماشومانو صحت او ژوند له خطر سره مخ نه کړي.
په اېتلافي حکومت کې شامل پیپلز ګوند او جمعیت علمای اسلام (ف) تر انتخاباتو مخکې په انتخاباتي قانون کې پر اصلاحاتو ټینګار کوي.
د صوبې حکومت وايي، د دې ازموينو په شفافه ډول د کولو لپاره ټول اړين انتظامات شوي دي. دا به د دوو کلونو تر وقفې وروسته، چې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ له وجې راغلې وه، لومړی ځل وي چې د نهم او لسم ټولګيو زده کوونکي په هالونو کې پرچو حلولو ته کېني.
د شمالي وزيرستان د روغتیا ادارې مرستیال ډاکټر شمس الرحمان وايي، په دې وروستیو کې پوليو وهلي دواړه ماشومان هغه دي چې واکسين شوي نه ول خو واکسينېټرانو يې ګوتې وررنګ کړې وې.
د های کورټ چيف جسټس اطهر من الله استفسار کړی چې حکومت ولې د نارو پشمول د پام وړ شمېر نورو ورکو کسانو د موندلو په چاره کې ناکامه شوی دی؟
د افغانستان په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې جوړې دې وېډيو کې ليدل کېږي چې ټوپک په لاس طالبانو دوه ځايي ولسي هنرمندان د لسګونه عامو کسانو په منځ کې درولي، د هغوی وېښتان يې ورقينچي کړي او ترېنه غواړي چې نور د هنر نه کولو اعلان وکړي.
د ټورنامنټ تنظيموونکي که څه هم وايي چې تيارۍ يې بشپړې کړي خو د صوبې د لوبو له محکمې د مالي مرستو غوښتنه کوي.
په وروستيو کې داسې رپورټونه خپاره شول چې ګواکې د قبايلي ضلعو زياتره وګړي، په تېره ښځې د شناختي کارډ نه لرلو له وجې د کووېډ ۱۹ واکسينو له اخيستو پاتې کېږي.
اسلام اباد های کورټ د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه هم د مدثر نارو د لادرکۍ مقدمې په اورېدنه کې حکومت ته امر کړی وو چې د هغه له مور او پلار سره وګوري او مالي مرسته ورسره وکړي.
نور وښیئ