د لاسرسي ځای

تازه خبر

سخت باران او سېلاب د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر چارې اغېزمنې کړې دي


په دوبۍ نړیوال هوايي ډګر کې مساپر د خپلو پروازونو په انتظار دي - د اپرېل ۱۷مې انځور.
په دوبۍ نړیوال هوايي ډګر کې مساپر د خپلو پروازونو په انتظار دي - د اپرېل ۱۷مې انځور.

د متحده عربي اماراتو په ګډون په یوشمېر خلیجي هېوادونو کې سخت طوفان او باران ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

نړیوالې رسنۍ وايي چې د اپرېل ۱۷مې پر سهار ګڼو کارکوونکو د دوبۍ له نړیوال هوايي ډګره د اوبو ایستلو هڅه کوله ځکه چې تر سخت باران وروسته ځای پر ځای پکې اوبه ډنډ شوې دي.

اسوشیېټېډ پرېس او د فرانسې خبري اژانسونه وايي چې د باران او سېلاب له وجې له هوايي ډګره الوتنې اغېزمنې شوې دي. هغه د نړۍ له تر ټولو مصروفو هوايي ډګرونو یو دی.

د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر انتظامیې د اپرېل پر ۱۷مه پر اېکس په بیان کې له خلکو غوښتي دي چې ډېره زیاته ضروري چې نه وي، هلته دې نه ورځي.

په بیان کې راغلي دي چې مساپر دې د خپلو پروازونو وضعیت له هوايي شرکتونو معلوم کړي.

هوايي ډګر تر دې لږ ساعت مخکې په یو بل بیان کې ویلي ول چې تر باران وروسته د سېلاب له وجې خلک هلته د ورتګ محدودې لارې لري او دا چې خراب موسم پراوازونه زښت اغېزمن کړي دي.

د فرانسې خبري اژانس د پولیسو په حواله وايي چې په راس الخیمه کې سېلاب یو ۷۰ کلن سړی له خپل ګاډي سره لاهو کړی او وژلی دی.

په دوبۍ کې تر سخت باران وروسته پر سړکونو اوبه ډنډ شوې دي - د اپرېل ۱۷مې سهار انځور.
په دوبۍ کې تر سخت باران وروسته پر سړکونو اوبه ډنډ شوې دي - د اپرېل ۱۷مې سهار انځور.

د متحده عربي اماراتو دولتي خبري اژانس ویلي دي چې دا له ۱۹۴۹ز کال راهیسې په هغه هېواد کې تر ټولو سخت او زیات باران دی.

اسوشیېټېډ پرېس اژانس وايي چې په دوبۍ کې باران د اپرېل ۱۵مې پر ماښام پیل شو او د اپرېل ۱۶مې پر سهار طوفان شدید شو او د ورځې تر پایه پورې ۱۴۲ ملي میټره باران شوی وو.

د اژانس په خبره، په دوبۍ کې ټول کال اوسطاً ۹۴.۷ ملي میټره باران کېږي.

اژانسونه وايي چې په عمان، بحرین او سعودي عرب کې هم سخت بارانونه شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي د اپرېل پر ۱۴مه او ۱۵مه په عمان کې د بارانونو له وجې په مختلفو ځایونو کې سېلاب راغلی دی.

د عمان د بیړنیو چارو د انتظام ملي کمېټۍ ویلي دي چې په وروستیو ورځو کې د شدیدو ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې د ښوونځیو د ۱۰ زده کوونکو په ګډون لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي دي.

د کمېتۍ په خبره، د سکول شاګردان له خپل ډرېور سره په ګاډي کې ناست ول چې اوبو لاهو کړ.

تر هغې پېښې وروسته د خلیج عربي هېوادونو یوشمېر مشرانو له عمان سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل له ۱۱مې راهیسې په افغانستان او پاکستان کې هم بارانونو او سېلابونو لسګونه کسانو ته مرګژوبله او لوی مالي تاوانونه اړولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG