د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې پښتو اکاډمي د پښتو ژبې لیک لوست وړیا پروګرام پیلوي


په پښتو اکاډمۍ کې د پښتو ژبې او ادبیاتو په اړه څېړنې هم کېږي - پخوانی انځور.
په پښتو اکاډمۍ کې د پښتو ژبې او ادبیاتو په اړه څېړنې هم کېږي - پخوانی انځور.

د کوټې پښتو اکاډمۍ د مې له ۲۷مې څخه د پښتو ژبې د لیک لوست زده کړې یو میاشتنی بهیر پیلوي.

اکاډمۍ د مې پر ۲۵مه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په اعلان کې ویلي دي چې هڅه کوي چې د لیک لوست تر څنګ زده کوونکي د پښتو ژبې له تاریخ او ادبیاتو هم خبر کړي.

د کوټې د پښتو اکاډمۍ مشر سهېل جعفر د مې پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل، د بلوچستان په يوشمېر پښتون مېشته سيمو کې د عامو خلکو لپاره د پښتو ژبې د ليک لوست او ادبياتو د زده کړې لړۍ تراوسه ښه نتيجه ورکړې ده.

دی وايي، هڅه کوي دا پروګرام د صوبې ځينو نورو ضلعو ته هم وغځوي."دا کلاسونه مو په لورالايي، ژوب، کلا سيف الله او کوټه کې پيل کړي دي. کلاسونه دوه رقم دي. يو د ليک لوست او بل د ادبياتو. هغه زده کوونکي چې په پوهنتون کې پښتو ژبه نه شي لوستای، زموږ په مرکزونو کې يې زده کوي. پروګرام مو په اغېزناکه توګه مخ ته روان دی. اوسمهال نوي کلاسونه پيلوو. موږ د دې کلاسونو د جاري ساتلو لپاره بوديجه لرو او غواړو چې دا لړۍ سنځاوۍ، پښين او چمن ته هم وغځوو."

پښتو اکاډمي وخت په وخت پر خپله فېسبوک پاڼه د پښتو د ليک لوست او ادبياتو د کلاسونوپه اړه معلومات شريکوي.

اکاډمي د هرې دورې په پای کې له زده کوونکو ازموینه اخلي او کاميابو هغو ته بریليکونه ورکوي.

د کلا سیف الله یو اوسېدونکی ایوب خوشال وايي رسمي زده کړې يې تر ۱۰م ټولګي پورې کړې دي او غوښتل يې چې د پښتو ژبې لیک لوست سم زده کړي.

ده د مې پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل خوښ دی چې د اکاډمۍ په مرکز کې یې په داخلې دا ارمان پوره شو او ډېر څه یې زده کړل. "د پښتني ليکدود له مخې که وګورو نو مثلاً هره ی، [او داراز] ز او ځ ځانته بېلا بېل اوازونه لري او د کارولو ځايونه يا ترکيبونه يې هم جلا دي. په مرکز کې مو پر دې ټولو شيانو په بشپړه توګه سر خلاص شو. د زده کړو دويمه درجه مو د ادب هغه وه. استاد به مو هر مثال په شعر کې راکاوه، د شعر د جوړښت په اړه به يې هم راته ويل، رديف او قافيه، هر څه به يې په ډېره ښه طريقه راته تشريح کول."

په بلوچستان پوهنتون کې د پښتو ژبې استاد او د کوټې د پښتو اکاډمۍ د منتظمه مجلس غړي ډاکتر برکت شاه کاکړ د مې پر ۲۶مه مشال راډيو ته د اکاډمۍ د کورسونو د جوړښت، د هغو د دورانيو او ورڅخه د ګټه اخيستنې د شرايطو په اړه معلومات ورکړل. "موږ دوه کورسونه ډيزاين کړل، چې يو د بنيادي ليک لوست او بل د بنيادي ادبياتو دی. د زده کړو دا لړۍ مو له تېرو پينځو کلونو راهيسې روانه ساتلې ده. دا پرله پسې او د سړيو او ښځو ګډ کورسونه وي. د ډېری کورسونو د غړو شمېر ۱۵ ته رسي. د بېلا بېلو صنفونو او عمرونه کسان زموږ په دې کورسونو کې ګډون کولی شي. مهمه يې دا ده چې موږ له يوه زده کوونکي يوه روپۍ فيس هم نه اخلو. ښوونکو ته معاوضه پښتو اکاډمي ورکوي."

د کوټې پښتو اکاډمي يوه ناحکومتي اداره ده چې په ۱۹۷۱ز کال کې جوړه شوې ده چې پکې د پښتو ژبې او ادبیاتو په اړه پراخې څېړنې کېږي او پر همدې موضوعاتو نړیوالې غونډې هم جوړوي.

د اکاډمۍ يو مخکښ غړي خليل باور د مې پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل، له تېرې څه مودې راهيسې د بلوچستان د تعليم وزارت اکاډمۍ ته د کال پينځه مېليونه روپۍ ورکوي، چې په مرسته یې نه یوازې د پښتو ژبې د ليک لوست مرکزونه چلوي، بلکې ورباندې د ادارې نور کارونه، لکه پر ادبي، تاريخي او کلتوري موضوعاتو سيمينارونه جوړول، تحقیقي مقالې چاپول او د "ليکنې" په نوم د درې مياشتنۍ مجلې خپرول، کوي.

XS
SM
MD
LG