منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ پېښو زیاتېدو امکان لا هم موجود دی. د هغه هېواد تعلیمي ادارې امکاناتو ته په کتو د وایرس مخنیوي هڅې کوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د غره پر غاړه دغه لار ډېره خطرناکه ده خو د کرغېزستان زردالي کلي اوسېدونکي مجبوره دي چې هم په دې تګ راتګ وکړي. دې کلي ته بله محفوظه لاره هم شته خو ډېره اوږده ده او په ژمي کې بنده وي. پر دې لاره د تګ پر مهال یوشمېر کسان ښوېدلي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
اسلامي نظریاتي کونسل تر سوري لاندې د اکتوبر پر شپږمه په اسلام اباد کې د پیغامِ پاکستان کانفرنس پر مهال د ټولو دیني مسلکونو او فرقو مشرانو د شلو نکاتو یو ضابطه اخلاق منظور کړ چې پکې ویل شوي، یو فرد یا ډله دا حق نه لري چې د چا خلاف د کفر فتوا جاري کړي.
د روغتيا نړیوالې ادارې (ډبليو اېچ او) اندېښنه ښودلې چې په راتلونکو میاشتو کې په اروپا کې د کورونا له کبله د مړيو شمېر زیاتېدای شي. بلخوا په نړۍ کې د کورونا وایرس ضد واکسینو جوړولو هلې ځلې په وروستيو پړاوونو کې دي.د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې ويډيويي راپور منورشاه وړاندې کوي.
د ایران د پلازمېنې تهران چارواکي وايي، په هغه ښار کې د کورونا وایرس ناروغۍ کووېډ-۱۹ تر ۱۰،۰۰۰ زیات کسان مړه کړي. د تهران دوکانداران وايي، وبا یې د روغتیا تر څنګ کاروبارونه هم خورا خراب کړي دي.
د خبر پاڼې په وینا پرونۍ غونډه کې پنځو واړو کمیټو د خپلمنځي همکارۍ زیاتولو لپاره د پورته کړل شویو اقداماتو یادونه وکړه.
د چارسدې تنګي تاڼې ایس ایچ او وايي، په دوو کسانو شک دی چې پکې يو نيول شوی او د دويېم د نيولو لپاره هلې ځلې روانې دي.
د افغانستان او پاکستان د تجارت د ګډې خونې یا جواینټ چېمبر اف کامرس مشرانو د پاکستان د هغه اعلان هرکلی کړی
د پاکستان د انساني حقونو وفاقي وزیرې شیرین مزاري د دغه هېواد د بهرنیو چارو پر وزارت نیوکه کړې چې د کشمیریانو لپاره په موثر غږ پورته کولو کې ناکامه دی.
د جولای پر ۳۰مه د حج د مناسکو په لړ کې د عرفې ورځ ده. دا ځل د کورونا وایرس وبا له وجې د سعودي عرب حکومت د حاجیانو شمېر خورا زیات کم کړی دی
د انسان روغتیا لپاره ورزش ډېر مهم دی خو مسلمانانې ښځې زیاتره د ورزش لپاره ځانګړي یونه نه لري چې له کبله یې دوی په سمه توګه ورزش نه کوي.
د ارمینا او ازبایجان ترمنځ له تېرو پنځو ورځو راهیسې سرحدي نښتې دوام لري چې پکې تر نن (جولای ۱۶مې) پورې د دواړو خواوو لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي.
د نړۍ لسګونه ساینسپوهان وايي امکان شته چې کورونا وایرس په هوا کې هم پاتې شي او خپور شي. د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او)ویلي، د ساینسپوهانو د دې دعوې پلټنې کوي.
د جولايي په پنځمه په پاکستان کې د جنرل ضیا الحق د مارشل لا د نفاذ ۴۳ کاله پوره شول. نوموړي په ۱۹۸۸م کال کې تر مرګه پورې د پوځ مشري او د هېواد واکمني په خپلو لاسو کې ساتلې وه.
د خیبرپښتونخوا او افغانستان په غریيزو سیمو کې خلک له پیړیو راهیسې د سیندونو په ذریعه لرګي له یو ځایه بل ته وړي. همدغه ډول د روس په سایبېریا کې هم پر جديد سامانونو او ګاډو سربېره د یو دریاب لارې لرګي وړل کېږي.
نړیوال بینک له پاکستانه د خپلو قرضونو اخیستل د روان کال تر پایه ځنډولي دي. د جون په ۱۹ مه د ياد بینک په ویبپاڼه خپرو شویو معلوماتو ترمخه پاکستان ته د ۲.۴۱ اربه ډالرو قرضونو اخیستل په دې مقصد ځنډول کېږي چې دا هېواد د کورونا وبا سره د مبارزې لپاره زیات مالي وسایل ولري.
مولانا حسین احمد زیاتوي چې زیاتره مدرسې احتیاطي تدابیر عملي کولی شي ځکه چې د ده په وینا د دې لپاره ډېر زیات وسایلو ته اړتیا نشته.
د کورونا وبا له کبله ژوند د نورو برخو په څېر سپورټس یا لوبې هم متاثره شوي خو د نویو حالاتو سره سم د جدید ټیکنالوژۍ په استعمالولو بیا د لوبو میدانونه ابادېږي.
د اټلي د نورو برخو په څېر په وینس ښار کې هم له تېرو دوو میاشتو راهیسې ټولبند وو چې له کبله یې دغلته روزګارونو ته زیان رسېدلی خو اوسېدونکي یې وايي چې د ټولبند له کبله په دې ښار کې الودګي ډېره کمه شوې ده البته اوس دوی د سېلانیانو په انتظار دي.
په خیبر پښتونخوا کې د نورو خلکو په څیر د مذهبي لږکیو خلک هم د کورونا وبا له کبله بې روزګاره شوي او د مالي مشکلاتو ښکار دي.
نور وښیئ