د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د خرلاڅو، انګور اډې او غلام خان بندر پرانستل د ټرانزټ مرسته کوي"


سوداګر وايي‌ د تورخم پر پوله د ټرانزټ مالونه بوج دی
سوداګر وايي‌ د تورخم پر پوله د ټرانزټ مالونه بوج دی

پراګ - د افغانستان او پاکستان د تجارت د ګډې خونې یا جواینټ چېمبر اف کامرس مشرانو د پاکستان د هغه اعلان هرکلی کړی چې د افغان ټرانزټ مالونو څه برخه به اوس د خرلاڅو، انګور اډې او غلام خان په لارو وړل کېږي.

د افغانستان لپاره د پاکستاني وزیر اعظم سلاکار محمد صادق خان د اګست په ۲۲ مه په خپل ټویټر پیغام کې ویلي چې د دې سره به په تورخم د افغان ټرانزټ ګاډو شمېر کم او تګ راتګ اسان شي.

په خیبرپښتونخوا کې د افغانستان او پاکستان د تجارت د ګډې خونې یو مشر ضیاء سرحدي د اګست په ۲۳ مه مشال راډیو ته وویل چې د کراچۍ په بندر او د خیبرپښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د افغان ټرانزټ ټرېډ خوا او شا لس زره ګاډي افغانستان ته د اوښتلو انتظار کوي.

ده وویل، "په تورخم دروازه دا وخت ډیر رش دی. د یوې اندازې مطابق د افغان ټرانزټ ټرېډ خوا او شا ۷۰۰۰ کنټېنرونه له تیرو پنځو، شپږو میاشتو راهیسې د کراچۍ په بندر ولاړ دي. په خپل وخت نه وتلو لوجې په دې باندې تقریباً ۴۰ کروړه روپۍ جرمانې لګول شوي. دا شان زر کنټېنرونه په تورخم او خوا اوشا ۲۵۰۰ نور یې د پېښور سره نزدې په بېلا بېلو سیمو کې ایسار دي. په دې کنټېنرونو کې د کرړونو روپو مالونه دي او ځینې داسې دي چې د وخت له تېرېدو سره خرابیږي."

ضیاء سرحدي زیاتوي چې د افغان ټرانزیټي تجارت لپاره په نویو لارو د اوښتو را اوښتو په لړ کې جدید کمپیوټري نظام لګول مهم دي چې د مال ووړنکو ګاډو کاغذي کاروايي په کم وخت کې مکمل کوي.

په کابل کې د افغانستان او پاکستان د تجارت د ګډې خونې مشر خان جان الکوزی وايي چې پخوا به د تورخم له لارې خوا اوشا یو زر (۱۰۰۰) مال وړونکي ګاډي اوښتل راوښتل خو اوس د کورونا د مخنیوي اقداماتو او ځینې نورو مشکلاتو لوجې دا شمېر تر ۲۵۰ راښکته شوی دی.

د ده په وینا، هیله ده چې د نویو لارو سره به دا ستونزه تر څه حده هواره شي.

نوموړي وویل، "تقریباًً یوه، یوه نیمه میاشت کېږي چې د غلام خان، انګوراډې او ډنډې پټان (خرلاڅۍ) له لارو د پاکستان او افغانستان ترمنځ خپلمنځي تجارت شروع شوی دی. د صادق خان د وینا سره سم که په دې لارو اوس د افغان ټرانزیټ تجارت هم شروع شي نو مونږ ته به ډیره اسانه شي، ځکه چې په تورخم دروازه ډیر بروبار دی، بیا دغه غریزه سیمه ده چې پکې د ګاډو ودرولو ځایې هم کم دی او ځینې نور مشکلات دي نو له دې سره به دغه ټولې ستونزې حل شي. دا به مونږ ته ډیر سهولت وي."

د خیبر چیمبر اف کامرس یو مشر جابر شینواري له نورو لارو د افغان ټرانزیټ تجارت شروع کولو مخالفت کړی.

نوموړي د اګست په ۲۳ مشال راډیو ته وویل چې په تورخم دروازه د افغان ټرانزټ تجارت کمولو سره به هلته د خلکو په آمدن ډير اثر پریوځي.

د جابر شنواري په وینا حکومت ته پکار ده چې په تورخم کې ټریفیکي ستونځې هوارې کړي، سوداګرو او ټرانسپورټرانو ته سهولتونه ورکړي نو دا راز به زیات نه زیات ګاډي افغانستان ته اوښتلی شي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG