د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا د دیني مدرسو زده کړې هم اغېزمنې کړې


په کراچۍ کې بنوریه مدرسه

سږ کال د مارچ له ۱۴ مې نیټې راهیسې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي لپاره د خیبر پښتونخوا حکومت د صوبې ټولې تعلیمي ادارې او دیني مدرسې بندې کړي چې لوجې یې د ملینونو زده کونکیو د درس او تدریس عمل زیانمن شوی دی.

د پاکستان د تعلیم وفاقي وزیر شفقت محمود د دې هېواد له صوبايي وزیرانو سره د مې په شپږمه له ویډیوي غونډې وروسته ویلي چې ټولې تعلیمي ادارې او مدرسې به د راتلونکې جولايي تر پنځلسمې بندې وي.

د خیبرپښتونخوا حکومت د جون له اولې نېټې څخه په تعلیمي ادارو کې په جزوي توګه د زده کړو انلاین سلسله شروع کړې ده، خو پوښتنه دا ده چې د دیني مدرسو زدهکونکیو د زده کړو عمل په څه حال کې دی؟ په دې اړه په اکوړه کې د حقانیه مدرسې ویاند مولانا یوسف شاه د اتوار په ورځ مشال رېډیو ته وویل له دوی سره څه د پاسه ۳۰۰۰ زدهکوونکي دي چې زیاتره یې د انټرنیټ سهولت نه لري:

''زموږ تعلیمي سلسله په انټرنیټ نشي کېدلی نو ځکه دا مهال په ځای ولاړه ده. په نیټ باندې مو دومره کولی شو چې زدهکونکیو ته مو د داخلو اطلاع ورکړې. انتظار کوو چې زموږ امتحاني بورډ وفاق المدارس د حکومت سره په مشوره څه فیصله وکړي نو په هغې به عمل کوو خو د حکومتي امر سره سم دا وخت مدرسه بنده ده.''

مولانا یوسف شاه زیاتوي چې حقانیه مدرسه د انلاین زده کړو لپاره ضروري وسایل نه لري نو ځکه په دغه طریقه درس و تدریس نشي کولی. بلخوا په صوابۍ کې د پنجپیر مدرسې مهتمم مولانا محمد طیب وايي چې انلاین درس و تدریس ممکن دی او له دې سره د زدهکونکیو تر څنګ عامو خلکو ته هم د دوی درس رسېږي:

''ما خو د انټرنیټ له لارې د درس قران لړۍ شروع کړې او چې مخکې به اورېدو ته په روژه میاست کې تر ۵۰،۰۰۰ خلک راتلل دا وار له ۱۲۰،۰۰۰ زیاتو خلکو د نیټ په ذریعه واورېده. د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د حکومتي اعلان نه پس ما ټولو شاګردانو ته ویلي چې مدرسې ته دې نه راځي او په انټرنیټ دې درس اوري. دا نوره هم اسانه ده.''

د مولانا محمد طیب په وینا په زیاترو دیني مدرسو کې هر کال په اسلامي میاشتو رمضان او شوال کې رخصیتیانې وي، یعنې سږکال د عیسوي میاشتو د اپریل له ۲۲ مې تر جون ۲۲ مې یې زدهکوونکي عامه رخصتي لري. د پنجپیر په مدرسه کې خوا او شا یو زر (۱۰۰۰) زدهکونکي زدکړې کوي.

زیاتره مدرسې احتیاطي تدابیر عملي کولی شي ځکه چې د ده په وینا د دې لپاره ډېر زیات وسایلو ته اړتیا نشته.
مولانا حسین احمد


خو په خیبر پښتونخوا کې د وفاق المدارس العربیه مشر او د دارلعلوم عثمانیه مهمتم مولانا حسین احمد په دې نظر دی چې د انلاین زدکړو عمل ډېر مؤثره نه دی نو پکار ده چې زر تر زره په مدرسو کې تعلیمي سلسله شروع شي. نوموړی وایي چې مدرسه یې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د احتیاطي تدابیرو سره د زدهکړو شروع کولو استعداد لري: ''موږ حکومتي هدایات (ایس او پيز) عملي کولی شو. د خلکو ترمنځ ضروري فاصله ساتلی شو، د لاسو وینځلو انتظام کولی شو، د جراثیمو د مخنیوي لپاره سېنیټایزر لرو. د درس او اوستوګنې ځایونه له جراثیمو پاک ساتلی شو. زه درته د خپلې مدرسې په هکله په یقین سره ویلی شم، چې موږ د احتیاطي تدابیرو عملي کولو صلاحیت لرو.''

مولانا حسین احمد زیاتوي چې زیاتره مدرسې احتیاطي تدابیر عملي کولی شي ځکه چې د ده په وینا د دې لپاره ډېر زیات وسایلو ته اړتیا نشته.

په پاکستان کې د دیني مدرسو تنظیموونکی لوی بورډ وفاق المدارس العربیه وايي په دې هېواد کې له دوی سره خوا او شا ۲۳۰۰۰ مدرسې رجسټر دي چې پکې له شلو لکو (۲،۰۰،۰۰۰) زیاتې نجونه او هلکان دیني علم حاصلوي.

د وفاق المدارس د وینا ترمخه په دې هېواد کې نزدې شل زره مدرسې داسې دي چې له دوی سره رجسټر نه دي او په هغو کې هم د اندازې مطابق تر شلو لکو زدهکوونکي شته خو په دې کې تر ټولو زیاتې مدرسې په خیبر پښتونخوا کې دي چې د رجسټر هغو شمېریې خوا او شا ۵۵۰۰ دی او تر اتو لکو (۸۰۰،۰۰۰) پورې هلکان او جینکې دیني زدکړې کوي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه د پاکستان او افغانستان په اړه اډیو او ویډیو رپورټونه جوړوي. هغه د زده کړو په اړه اونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG