د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سولې له تاریخي فرصته باید ګټه واخېستل شي: پاکستان

د افغانستان - پاکستان جنډۍ
د افغانستان - پاکستان جنډۍ

پاکستان یو وار بیا د افغانستان په جګړه کې ښکېلو خواو باندې ټینګار کړی چې د سولې لپاره له تاریخي موقعې ګټه پورته کړي.

دا خبره پرون (د اګست ۳۱ مه) پاکستاني چارواکو په کابل کې د افغانستان او پاکستان د سولې او یو والي لپاره د ایکشن پلان غونډې پر مهال افغان لوري ته وکړه.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په دوشنبه یوه خبرپاڼه جاري کړې چې وايي په دغه غونډه کې د پاکستاني پلاوي مشري د بهرنیو چارو سېکرېټري سهېل محمود او د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو مرستیال وزیر میرویس ناب کوله چې پکې په بېلا بېلو برخو کې او په خاصه توګه د امنیت په چارو کې د دواړو هېوادونو د همکارۍ په زیاتولو لپاره د اقداماتو جاج واخیستل شو.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:12 0:00
د ډاېرېکټ لېنک



یاد فورم چې د افغانستان او پاکستان د تعلقاتو د ودې لپاره په ۲۰۱۸م کال کې جوړ شوی پکې د سیاسي، سفارتي، اقتصادي او امنیتي چارو ترڅنګ په پاکستان کې د افغان کډوالو په هکله پنځه کمېټۍ کار کوي.

د خبر پاڼې په وینا پرونۍ غونډه کې پنځو واړو کمیټو د خپلمنځي همکارۍ زیاتولو لپاره د پورته کړل شویو اقداماتو یادونه وکړه.

د افغانستان او پاکستان د سولې او یو والي لپاره د ایکشن پلان فورم اولنۍ غونډه د ۲۰۱۹م کال په جون کې شوې وه.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG