د لاسرسي ځای

تازه خبر

بهرنیو چارو وزارت د کشمیر لپاره سم غږ نه دی پورته کړی: مزاري


شیرین مزارۍ وايۍ د بهرنیو چارو وزارت باید د کشمیر په اړه پر ټولنیزو شبکو او رسنیو هم غږ پورته کړي - پخوانی انځور
شیرین مزارۍ وايۍ د بهرنیو چارو وزارت باید د کشمیر په اړه پر ټولنیزو شبکو او رسنیو هم غږ پورته کړي - پخوانی انځور

پراګ - د پاکستان د انساني حقونو وفاقي وزیرې شیرین مزاري د دغه هېواد د بهرنیو چارو پر وزارت نیوکه کړې چې د کشمیریانو لپاره په موثر غږ پورته کولو کې ناکامه دی.

نوموړې د اګست پر ۱۵مه، په اسلام اباد کې د کشمیر په اړه د ځوانانو د یو تنظیم غونډې ته وویل چې وزیراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د کشمیر مسله په موثره توګه وړاندې کړه خو د بهرنیو چارو وزارت یې دغه بیانیه پرمخ بیولو کې پاتې راغلی دی.

شیرین مزاري هم دا راز وویل ، "د کشمیر په اړه وزیراعظم عمران خان په اول وار د هندي وزیراعظم نریندرا مودي کړنې د دویم نړیوال جنګ وړاندې د جرمني د نازیانو د کړنو په څیر وبللې نو نړیوالو ته هم د دې مسلې احساس وشو خو افسوس چې د بهرنیو چارو وزارت دغه بیانیه جاري و نه ساتله او پخواني روایتي بیانونو ته یې دوام ورکړ."

شېرین مزاري وویل، په کار وه چې په کشمیر کې د هندي حکومت لخوا د انساني حقونو خلاف ورزۍ په سوشل میډیا پورته کړل شوې او نړۍ ته ښوول شوې وای.

د دې په وینا، "اوس یوازې په تقریرونو کار نه کېږي، موږ به له روایتي سفارتکارۍ نه وړاندې ځو، ځکه چې دنیا بدله شوې او اوس د ټیکنالوژۍ او سوشل میډیا دور دی."

شیرین مزاري زیاته کړه چې په دې لړ کې د آرټ او فلم په ذریعه موثر غږ پورته کېدای شي.

د بهرنیو چارو وزارت یا وزیر شاه محمود قرېشي د نوموړې د څرګندونو په ځواب کې څه نه دي ویلي.

خو له دې وړاندې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ویلي چې په کشمیر کې د هند لخوا د انساني حقونو خلاف ورزۍ به نړیوالو ته په ډاګه کوي.

هندي حکومت د ۲۰۱۹ز کال د اګست په پنځمه نېټه تر خپل انتظام لاندې کشمیر ځانګړی اییني حثیت ختم کړ چې پاکستان یې سخت مخالفت کړی دی.

خو نوی دیلی دا کورنۍ معامله بولي او پکې د پاکستان مخالفت بې ځایه ګڼي.

سږکال د اګست پر پنځمه په پاکستان کې د هندي حکومت د دغه ګام خلاف او له کشمیریانو سره د یو والي ورځ ولمانځل شوه.

د روانې اګست میاشتې پر اوله نېټه د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې د اګست پنځمه نېټه به د کشمیریانو سره د یو والي لپاره د "یوم استحصال" په نوم لمانځي او په کشمیر کې د هندي حکومت لخوا د "انساني حقونو خلاف ورزۍ" به نړیوالو ته په ډاګه کوي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG