غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
سیکان او هندوان په پېښور کې د خپلو مړیو سوځولو لپاره شمشان ګاټ نه لري او اړ دي چې خپل مړي نېږدې ۷۰ کیلومیټره لیرې اټک پله ته نېږدې شمشان ته یوسي. د مشال راډیو خبریال غلام غوث د دوی پر دغه ستونزه ځانګړی ویډيو راپور کښلی او د هغوی له یوې جنازې سره تر اټک پله تللی دی.
په پېښور کې یو شمېر ښځینه او نرینه فعالانو د کابل د وروستي برید پر ضد احتجاجي مظاهره کړې ده او د چارشنبې په برید کې یې د وژل شویو په یاد شمې بلې کړې. د شنبې یا خالي پر ماښام په دې احتجاج کې ګډونوالو وویل، د افغانستان وروستي بریدونه د افغانانو او پښتنو توکم وژنه ده. ویډیو وګورئ.
مظاهرچيانو د حقاني شبکې پرضد، د افغانستان په اړه د پاکستان د تګلارو، د وسله والو د پټن ځايونو ختمولو په اړه شعارونه ورکړل.
پېښور پریس کلب کي د ګل په ورځ د نرښځیانو اتحادیې او د مدني ټولنو فعالانود سوات پولیسو د هغه نوټس غندنه کړې چې د اپرېل په اوولسمه نېټه یې غیر سواتیو نرښځیانو ته وتو ویلي ول.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وايي هېواد یې پر ډیورنډ کرښه د ازغن تار لګولو مخالف دی او نه له دې سره سوله راتلی شي بلکې دا به د دواړو هېوادونو پر اړیکو هم بد- اغېز ولري. له نوموړي سره په پېښور کې د مشال راډیو خبریال غلام غوث د ګل په ورځ
د کعبې امام شیخ صالح بن محمد بن ابراهیم وویل چې د اسلام د غلط تشریح له وجې تره ګري خورېږي خو هغه وویل اسلام د ترهګرۍ، تشدد او ګډوډۍ درس نه ورکوي
په نوښار کې د جمیعت علمای اسلام (ف) اجتماع ته په وینا کې د کعبې امام شیخ صالح بن محمد بن ابراهیم ویلي، ځېنې خلک د اسلام په ناسمې تشریح کولو ترهګرۍ ته جواز پیدا کوي خو په اسلام کې د ترهګرۍ هېڅ ځای نشته. د ده د وینا برخه په ویډیو کې وګورئ.
پېښور: دخېبر پښتونخوا پوهنتونونو استادانو د صوبې د نهه وایس چانسلرانو د ګمارلو په بهیر سختې نیوکې کړي دي.
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د دوشنبې پر ورځ د ډېورنډ پر کرښه د لارو خلاصولو امر وکړ. خو له تېرې شاوخوا یوې میاشت راهیسې ګڼ مال وړونکي ګاډي په بېلا بېلو ځایونو کې ولاړ دي او ډرېورانو یې لارۍ له مالونو خالي کړې دي. دوی وايي، مالونه یې خرابېږي نو ځکه یې سټورونو ته وړي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د شمالي وزیر ستان سره تعلق لرونکې زهره سید وايي دوی جرګه سیسټم نه مني او نه یې غواړي. د دې په خبره جرګو تل مېرمني او نجونه ځورولې دي.
د سازمان مشرې فرزانه مشال راډیو سره د خبرو پر مهال تور پورې کړ چې تېره اوونۍ په رياض کې پوليسو پر نرښځيانو تشدد کړی او ۳۵ يې نيولي وو.
په پېښور کې د قبایلي سیمو اصلاحاتو لپاره د جماعت اسلامي درې ورځنۍ احتجاجي ناسته، تر وخت مخکې، پر لومړۍ ورځ پای ته ورسېده. د ګورنر هاوس مخې ته دا ناسته ځکه ختمه کړل شوه چې ورته چارواکو ډاډ ورکړ چې د وفاقي کابینې په راتلونکې غونډه کې به د قبایلو پر اصلاحاتو خبرې کېږي. تفصیل په دې رپورټ کې.
د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شيرپاو له حکومته غوښتنه کړې چې د تورخم او چمن لارې دې ژر تر ژره خلاصې کړي. د هغه په خبره د دې لارو تړل کېدو له وجې عامو خلکو ته زيان رسي. نوموړي سره غلام غوث خبرې کړې. دلته يې کتلی شئ.
د قبايلي سيمو آييني حیثيت بدلولو لړ کې بېلابېلو سياسي ګوندونو دې وروستيوو کې غونډې او جرګې کړې دي. ځيني ګوندونه او سياستوال په خيبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو د شامالولو ملاتړ کوي خو ځينې نور په دې اړه اندېښنې لري.
د پاکستان د سرحدي او قبایلي چارو وزارت سېکرتر ارباب محمد شهزاد هغه خبرونه رد کړي چې ګواکې په ۲۰۱۶ز کال کې پاکستاني حکومت افغان کډوال په زور له هېواده ایستلي ول. نوموړي نن په پېښور کې له خبریالانو سره په خبرو کې دا تور هم رد کړ چې ګواکې د پولیسو ناروا چلند له کبله کډوال افغانستان ته ستنېدو ته اړ شول.
د پاکستان د سرحدي او قبایلي چارو وزارت سېکرتر ارباب محمد شهزاد د پېښور په تهکال کې د پینځو ښوونځیو د بیاودانۍ پروژه پرانیستې چې پکې درې یې د نجونو دي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
پاکستان کې دځینو سیاسي ګوندونو مشرانو د ترهګرۍ ضد نيشنل ایکشن پلان او د تازه ترهګر بریدونو وروسته د تورخم او چمن پولو په تړلو نیوکې کړې دي. خيبر پښتونخوا کې د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر امیر حيدر خان هوتي وايي د لارو تړلو سره ستونزه نه حل کيږي.
د پېښور په حیات آباد کې په یوه ځانوژونکي برید کې د عدلیې د لاندې کچې قاضیانو رسولو یوه ګاډی په نښه کړل شوي. په دغه پېښه کې ډرایور وژل شوی اودرې ښځینه قاضیانې اویو نارینه قاضي ژوبل دي.
د عوامي نیشنل ګوند مشرانو، غړو او پلویانو په پېښور کې د امن لاریون کړی چې موخه یې د باچا خان تلین په مناسبت د هغه د عدم تشدد تګلارې فکر خپرول ول. د دوشنبې یا ګل ورځې د لاریون ګډونوالو له حکومته غوښتنه وکړه چې د سولې ټینګښت لپاره دې د باچا خان فکر خپور او عملي کړي. تفصیل په دې رپورټ کې.
د صنعتونو لپاره د وزیر اعلا سلاکار عبد الکریم خان مشال راډیو ته وویل چې د پښتونخوا اقتصادي پرمختګ لپاره د رشکۍ انټر-چېنچ دا اقتصادي ښارګوتې یوه لویه منصوبه ده او ټول لګښت به یې د چین هېواد ورکوي
نور وښیئ