د لاسرسي ځای

تازه خبر

'جرګو او رواج قانون تل د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي'


د شمالي وزیر ستان سره تعلق لرونکې زهره سید وايي دوی جرګه سیسټم نه مني او نه یې غواړي. د دې په خبره جرګو تل مېرمني او نجونه ځورولې دي.

جرګو او رواج قانون تل د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي

پېښور: د تکړه قبايلي خویندو مدني فعالانو په فاټا اصلاحاتو تر تفصیلي بحث وروستو په خپلو سپارښتنو کې د رواج اېکټ په عمليکولو سختي نیوکې کړې دیاو ویلي یې دي چې دوی قبایليسیمې د پښتنونخوا صوبې سره د شاملولو اوهلته کې د سپریم کورټ او های کورټ د واک اختیار غځولو هرکلی کوي خو د رواج اېکټمخالفت کوي ځکه چې په رواجونواو جرګو کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي.

دوی وايي که رواج اېکټ نافدېږی نو بیا دې په قباییلي جرګو کې مېرمنو ته هم نمایندګي ورکړل شی.

په پېښور پرېس کلب کې د ګل په ورځ د خبري غونډې پرمهال د تکړه قبایلي خویندو ټولني یوه غړي ناهید اپرېدي مشال راډیو ته ووېل دوي د اصلاحاتو د خیني سفارښتنو هرکلې کوي خو قبایلي سیمو کېد اېف سي آر پرځای رواج اېکټ نه مني.

”موږ قبایلي سیمې له پښتونخوا صوبې سره د شاملولو او قبایلي سیمو ته د سپریم کورټ او های کورټ د واک اختیار غځولو هرکلی کووخو موږ په قبایلي سیمو کې داېف سي آر پرځای د رواج اېکټ عمليکولو مخالفت کوو.”

د شمالي وزیر ستان سره تعلق لرونکې زهره سید وايي دوی جرګه سیسټم نه مني او نه یې غواړي. د دې په خبره جرګو تل مېرمني او نجونه ځورولې دي. خو که چېرې دوی بیا هم د جرګو نظام راوستل غواړي او د جرګې نظام ته قانوني حیثیت ورکول کیږی نو بیا دې قبایلي مېرمنو ته هم پکې استازیتوب ورکړل. په قبایلي سیمو کېچې په جرګه کې د سورې خبره راشي یا د مړي خبره، نو په دغه جرګو کې تل قبایلي مېرمنې او نجونه ځورول شوي دي.د غریبسړی لور د مړي په بدل کې ورکول کېږي ځکه خو دوی نور له قبایلي جرګو د تل لپاره خلاصون غواړي.

د تکړه قبایلي خویندو ټولني همغاړېکوونکې (کوارډینېټره) لېلا شاه نواز وايي دا هم اړینه دهچې په قبایلي سیمو کې دې د اصلاحاتو عمل زر تر زره ترسره شي.د اېن اېف سي اېوارډپه لړ کې دې د قبایلي ښځو پرمختګ لپاره ځانګړې مالي پانګه ورکړل شي. په اصلاحاتو کی دا خبره شته چې پنځه کاله کې به قبایلي سیمې د هېواد په آئیني چوکاټ کې دننه راوستل شي خو موږ د دې خبرې باور هم غواړو چې که وروستو د بل چا حکومت راځي نو هغوی به له دې اصلاحاتو نه پر شا کېږي.

یاده دی وي چې د مارچ په دوېمه نېټه وفاقي کابینې د فاټا اصلاحاتو منظورولو وروستو په دغه سښارښتنو د سیاسي ګوندونو او مدني فعالانو لخوا تاوده بحثونه دوام لري او زیات سیاسي ګوندونه او مدني فغالان په دې نظر دي چې قبایلي سیمې دې زر تر زره د نور هېواد غوندې په آئیني چوکاټ کې راوستل شي.

XS
SM
MD
LG