د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د نورو صوبو وایس چانسلرانو ګمارنه د خیبر پښتونخوا پر خپلواکۍ ګوزار دی'


پېښور: دخېبر پښتونخوا پوهنتونونو استادانو د صوبې د نهه وایس چانسلرانو د ګمارلو په بهیر سختې نیوکې کړي دي.

دوی وايي د نوي وایس چانسلرانو د ګمارلو په بهیر کېمشران او تجربه کار استادان له پامه غورځول شوي دي.

د چارشنبې په ورځ په پېښور پرېس کلب کې د خبري غونډي پر مهال یو مشر استاد پروفېسر ډاکټر شفیق الرحمان مشال راډیو ته وویل په دغه روان بهیر کې په خیبر پښتونخوا کېواکمن ګوند تحریک انصافد مداخلت له امله مېریټ او قابلیتتر پښو لاندې شوی.

دوی د خیبر پښتونخوا له ګورنر او له پېښور های کورټه دې ګمارنو ته د پام اړولو غوښتنه کړې.

((په دغه بهیر کي مشرانو او تجربه لرونکو استادانو ته په سپک نظر کتل شوي، دغه ګمارنې ځکه شفافې نه وې چې د معیارپته یې نه لګېږي چې دوی ورته د قابلیت کومه پیمانه ټاکلې وه.؟ بل دا چې دویدګمارلو کمېټۍ ته داسې کسان وربللي ول چې هغوی د وایس چانسلرۍ لپاره په شرطونو پوره نه ول،او که د تحریک انصاف حکومت د دې نوټس نه اخلی نو د پښتونخوا ګورنر دې ورته پام واړوي ځکه ګورنر د ریاست یو نماینده وي او پکار ده د پېښور های کورټ مشر قاضي دې ګمارنو له خپلې مخې ګروږنه وکړي اودا بهیر کالعدم وګرځوي))

دوی په خبري غونډه کې پر هغه کمېټۍ هم نیوکې وکړې چېدوایس چانسلرانو د ګمارلو لپاره جوړه کړل شوې وه. پهپېښور پوهنتون کې د پاکستان مطالعاتو مرکز مشر ډاکټر فخرالاسلام مشال راډیو ته وویل چې د یادې کمېټۍ په شپږو غړیو کې یواځې یو یې د خیبر پښتونخوا صوبې دی او نور ټول له نورو صوبو دي.

((د دغه کمېټۍ د مشر ډاکټر عطاالرحمان پشمول دوه دکراچۍ دوه دلاهور او یو د پنجاب له یوې بلي سیمي سره تعلق لري او په شپږو کې یواځې یو د خیبر پښتونخوا له ډېره اسماعیل خان سره تعلق لري. نو ایا دا صوبه له قابله خلکو خالي شوې ده چېاوس به د نورو صوبو قابله خلکد خیبرپښتونخوا لپاره د وائس چانسلرانو په توګه ګمارېږي. دا خو زموږ د صوبې پر خپلواکۍ یو ګزار دی.))

د پېښور پوهنتوندسیمه ایزو چارود مرکز مشر ډاکټر سرفراز خان مشال راډیوته وویل چې په ۱۲۵ کسانو کي یواځي ۶۲کسان په اسلام آباد کې حتمي غونډې ته وربلل شوي او ګڼپه قابلیت پوره کسان له پامه غورځول شوي دي.

((زه خپله په مشرق او مغرب کې له ماسکوه واخلې تر لندنه په بېلابېلو پوهنتونو کي د درس او تدریس تجربه لرم اوپه امریکا او لندن کې پېژندل شوي د چاپ ادارې زما کتاب چاپ کړی،چې د وایس چانسلر جوړیدلولپاره کومه تجربه پکار وي هغه زه لرمخو زه یې نه یم وربللی اونه یې راته دا وویل چې زه ولې نه یم وربلل شوی؟ یوداسې صوبايي حکومت چې هغه د مېریټ او شفافیت ادعا کوي دهغوی په دور کې پهاعلا تعلیمي ادارو کې میریټ او شفافیت نه شته.))

د پښتونخوا صوبايي حکومت لا تر دې دمه د پوهنتونونو استادانو د دې نیوکوپه ځواب کې هېڅ نه دي ویلي خوتر دې وړاندې د خیبر پښتونخواد لوړوزده کړو لپاره د اعلا وزیرسلا کار مشتاق غني ویلي ول چې دوایس چانسلرانو د ګمارنې کمېټۍ دپوهنتونو له استادانوسره په مشاورت جوړه کړې او صوبايي حکومت د دغه کمیټۍ په چاروکې هېڅ واک اختیار نه لري.

XS
SM
MD
LG