غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان وايي ، دوي هڅه کوي چې د پښتنو د یو شمېر مسلو د هوارولو لپاره د ټولو سیاسي ګوندونو او غورځنګونو په سلا یو شریکه تګلاره جوړه کړي او یو تحریک وچلوي.
د پېښور سیکان او هندوان وايي که یې د خپلو تړلیو عبادتخانو ستونزه ژر تر ژره هواره نه شوه نو خپل احتجاجونه به لا پسې وغځوي.
د قبايلي ضلعو د ولس ستونزو په اړه په باچاخان مرکز پېښور کې یوه غونډه شوه چې پکې د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو استازو، مدني فعالانو، قبايلي مشرانو په شمول د پښتون ژغورنې غورځنګ استازو هم ګډون کړی وو. په دې اړه د غلام غوث دا ویډیويي راپور کې وګورئ.
د پېښور ارمي پبلک سکول د وژل شوو ماشومانو کورنيوو غړیو د امنیتي ځواکونو له بند څخه د تحریک طالبان پاکستان او جماعت الاحرار وسله والو ډلو د پخواني ویاند احسان الله احسان د تښتېدو پرضد احتجاجي مظاهره وګړه. په اړه یې د غلام غوث ویډیويي راپور وګورئ.
د شمالي وزیرستان د میرامشاه بازار دوکاندارانو او د جایداد مالکانو دړکه کړې ده چې که یې غوښتنې ونه منلې شوې نو د حکومتي چارواکو کورونه محاصره کوي.
د کورونا وایرس مخنیوي لپاره د پېښور په لېډي ریډنګ روغتون او د پېښور په پولیس سروسز روغتون کې انتظامات شوي دی. ډاکټر سلمان خان وايي هر یخنۍ وهلی ناروغ د کورونا وایرس مریض نه وي. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي راپور وګورئ.
د شمالي وزیرستان لسګونه کاروباریان له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې هره ورځ د پېښور خبریالانو مرکز مخې ته په اتڼ احتجاج پیلوي او بیا لاریون کوي او د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته کښېني.
د پرلت ګډونوال وايي،هلته د پوځي عملیاتو ۱۱ کاله وشول خو حکومت لا هم د زرګونو ړنګ کورونو تاوان نه دی ورکړی.
د فبرورۍ پر دويمه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکش محمد ابراهيم ارمان لوڼي دويم تلين ولمانځل شو. د پاکستان او افغانستان په بېلا بېلو ښارونو کې غونډې جوړې شوې. ارمان لوڼی په ۲۰۱۹م کال کې
د شمالي وزیرستان په مرامشاه کې له څه باندې یو میاشتنې پرلت وروسته د میرامشاه بازار دوکاندارانو په پېښور کې احتجاج پيل کړی دی. دوی وايي د پوځي عملیاتو له کبله يې ۶۶۰۰ دوکانونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي خو حکومت يې تاوان نه ورکوي. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي راپور وکورئ.
د پېښور یوه عدالت د پښتون تحفظ موومنټمشر منظو احمد پښتین له پېښوره د ډېره اسماعیل خان عدالت ته د لېږلو امر کړی دی او په ضمانت یې د هغه پرېښودلو خواست رد کړی دی.
وکیل شهاب الدین خټک وايي، عدالت ته یې خواست وړی وو چې منظور پښیتن دې په ضمانت ورپرېږدي او دوی به یې خپله ډېره اسماعېل خان عدالت ته وروړي خو عدالت و نه منله
په پېښور کې د نانوایانو کاربندیز د هغوی د غوښتنو منلو وروسته پای ته ورسېد او د۱۳۰ګرام ۱۰روپۍ ډوډۍ وزن ۱۱۵ګرامه ته راکم کړل شوی دی. نور د غلام غوث په ویډيو راپور کې.
د جنورۍ پر ۲۰مه د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په یو شمېر ښارونو کې نانوایانو کاربندیز کړی وو چې ورسره په بازارونو کې کارکوونکي او ولسي وګړي له ستونزو سره مخامخ شول. دوی وايي، کاربندیز یې د اوړو کمښت پر ضد کړی. حکومت وايي، د ستونزې د هواري هڅې کوي. نور په ویډیو کې.
په پېښور کې د اوړو دکانونو د اتحادیې مشر، رامبيل خان د جنورۍ پر ۱۹مه، په دې اړه مشال راډيو ته وويل، له حکومتي ميلونو څخه اوړه بازار ته ورکړل شوي چې ډېر کم دي.
د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم مسد وايي، پي ټي اېم هم اتفاق غواړي او د اسفندیار څرګندونې هم ډېرې ښه دي خو باید دې ته عملي شکل ورکړل شي.
د خيبر پښتونخوا حکومت د صوبې هغه لوبغاړو لپاره د نقدو انعامونو ترڅنګ د میاشتنۍ مالي مرستو ورکولو اعلان کړی چې د لوبو په نړیوالو سیالیو کې لومړی، دوهم یا درېم مقام ترلاسه کړي. نور په دې اړه د غلام غوث ویډیويي راپور وګورئ.
په جرګه کې دا هم ويل شوي چې د جګړه ځپلو پښتنو په نامه له نړيوالو اخيستل شوې پېسې دې، پر پښتنو سيمو ولګول شي.
د جنوري پر ۱۱مه د پېښور په نشتر هال کې ((د فاټا تر انضمام وروسته حالت باندې د قبايلو د حقونو قامي جرګه)) وشوه. په جرګه کې د قبایلي سیمو مدني فعالانو، سیاستوالو او ځوانانو د یو قرارداد له لارې ۱۲ نکاتي اېجنډا منظوره کړه.
په خیبر پښتونخوا کې د ضم شوو قبایلي ضلعو د حقونو په اړه د جنورۍ پر ۱۱مه د پېښور په نشتر هال کې جرګه رابلل شوې ده.
نور وښیئ