د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرګې قبایلي ضلعو کې د ترقیاتي کارونو د ژمنو پوره کېدو غوښتنه وکړه


دا جرګه د جنورۍ پر ۱۱مه نشترهال پېښور کې وشوه.
دا جرګه د جنورۍ پر ۱۱مه نشترهال پېښور کې وشوه.

پېښورـ ځينو پښتنو سياستوالو او مدني فعالانو د جنورۍ پر ۱۱مه، په پېښور کې د يوې جرګې په کولو سره له حکومته غوښتي چې په قبايلي سيمو کې دې د ترقياتي کارونو وعدې پوره کړي.

د پرېکړه ليک د لوستلو پر مهال د جرګې یو ګډونوال حسیب سالارزي وويل:

"په قبایلي ضلعو کې دې له سره وګړشمېرنه وشي، په سي پیک پروژه کې دې قبایلو ته زیاته حصه ورکړل شي، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پرتو قبایلو ته دې د تګ راتګ اسانتیاوې ورکړل شي."

په جرګه کې دا هم ويل شوي چې د جګړه ځپلو پښتنو په نامه له نړيوالو اخيستل شوې پېسې دې، پر پښتنو سيمو ولګول شي.

په دې اړه د پاکستان پيپلز ګوند یو مشر اخوند زاده چټان مشال راډیو ته وویل:

"زموږ چې کوم حقوق دي،پاو باندې یو ارب روپۍ دي چې په هغې کې سکولونه، هسپتالونه، پوهنتونونه جوړېدل وو، روزګار ورکول وو، هغه څیزونه موږ ته ته رارسېږي. "

غونډې ته د وینا پر مهال د پښتونخوا ولسي تحریک مشر او مدني فعال ډاکټر سیدعالم محسود د قبایلي ضلعو لپاره د معدنیاتو پر قانون د نیوکو کولو سره وویل، دا یو لانجمن قانون دی.

"په ایین کې راغلي، هغه ځمکه چې مالک یې نشته، هغه که په وفاق کې وي نو مالک یې وفاقي حکومت دی، او که په صوبه کې وي نو ملکیت یې د صوبايي حکومت دی. په قبایلي ضلعو کې داسې ځمکه نشته چې مالک به نه لري، نو هغوی څنګه زموږ د معدنیاتو مالکان جوړېدل غواړي؟"

د بصیرت افریدۍ په نوم یوې مدني فعالې غونډې ته په وینا کې وویل، په قبایلي ضلعو کې سکولونه او هسپتالونه هېڅ ډول سهولتونه نه لري او د ښاري سیمو له هغو سره هېڅ پرتله کېدای نه شي.

حکومتي چارواکو د دې غوښتنې په اړه تازه څه نه دې ويلي خو پخوا یې دريځ ښودلی چې دوی په قبايلو کې په مرحله وار شکل ترقياتي کارونه کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG