د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي ضلعو مشران د خپلو حقونو لپاره پېښور کې جرګه کوي


د “فاټا تر انضمام وروسته حالت باندې د قبايلو د حقونو قامي جرګې" بېرغونه
د “فاټا تر انضمام وروسته حالت باندې د قبايلو د حقونو قامي جرګې" بېرغونه

پېښور- په خیبر پښتونخوا کې د ضم شوو قبایلي ضلعو د حقونو په اړه د جنورۍ پر ۱۱مه د پېښور په نشتر هال کې جرګه رابلل شوې ده.

په دې جرګه کې به د ټولو سیاسي ګوندونو استازي ، مدني فعالان ، قبايلي مشران ، وکيلان، خبر یالان او زده کوونکي برخه اخلي.

د“فاټا تر انضمام وروسته حالت باندې د قبايلو د حقونو قامي جرګې” یو جوړونکي او په قبایلي ضلعو کې د پپلز ګوند جنرل سیکرټري جنګرېز خان مومندمشال راډیو ته وویل چې په دې جرګه کې به د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا تر ګډېدو وروسته پیدا شوي صورتحال بحث کېږي.

نوموړي وویل چې په دې جرګه کې یې د واکمن تحریک انصاف هغو پارلماني غړو ته هم بلنه ورکړې ده چې تعلق یې له قبایلي ضلعو سره دی.

جنګرېز خان مومند زیاته کړه چې حکومت خپلې هغه ژمنې نه دي پوره کړې چې د قبایلي سیمو په صوبه کې د ضم کولو پر وخت یې د دې سیمو له ولس سره کړې وې.

ده وویل چې په دې ننۍ جرګه کې به پر هم دې خبرې اترې کېږي چې د خپلو دې حقونو د ترلاسه کولو لپاره څه تګلاره او کړنلاره په کار ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ۲۰۱۹م کال د ډېسمبر په پای کې د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت ته حکم وکړ چې په قبايلي ضلعو کې دې پرمختيايي کارونه تېز او د ځوانانو لپاره دې د نوکريو موقعې پېدا کړل شي.

د عمران خان تر هغه لارښوونه وروسته هم د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د اپوزيشن ځينو استازيو تور پورې کړی وو چې د وزيراعظم عمران خان پر حکمونو سربېره هم په قبايلي ضلعو کې پرمختيايي کارونه نه دي شوي.

XS
SM
MD
LG