د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې اوړه ګران شوي، نانوایان هړتال کوي


نانوایان وايي، د ګل له ورځې هړتال کوي

پېښور ـ نانوايان او سوداګر وايي که په خېبر پښتونخوا کې د اوړو کمی پوره نه کړل شو نو هغوی به د ګل له ورځې مظاهرې پېل کړي.

د هغوی په وېنا په صوبه کې له يوې اوونۍ راهيسې اوړه ځکه ګران شوي چې پنجاب خېبر پښتونخوا ته د اوړو لېږل بند کړي دي.

په پېښور کې د اوړو دکانونو د اتحادیې مشر، رامبيل خان د جنورۍ پر ۱۹مه، په دې اړه مشال راډيو ته وويل، له حکومتي ميلونو څخه اوړه بازار ته ورکړل شوي چې ډېر کم دي.

"روزانه به دلته ۱۳۰ ګاډي د پنجاب نه دلته راتلل، اوس هغه مکمل بند دي. نن شپږمه ورځ ده چې په اټک باندې یې پابندي ولګوله. دلته ځايي میلونو ته لږ ډېر غنم ورکوي، هغه چې اوړه شي نو ډيپټي کمېشنر ورته مخصوص ځایونه ټاکلي هلته یې په ۸۰۰ روپۍ توړه خرڅوي خو هغه ځایونه لږ دي."

د رامبیل خان په وینا څو میاشتې مخکې به په بازاراونو کې د ۲۰ کیلو اوړو توړه په ۸۵۰ روپۍ خرڅېده خو اوس یې بیه ۱۱۰۰ ته پورته شوې ده.

رامبیل خان وايي، که د پنجاب نه خیبر پښتونخوا ته د اوړو د لېږدولو اجازه ورنه کړل شوه نو په ورځ دوه کې به د خیبر پښتونخوا خلک به په اوړو پسې سرګردانه شي.

نانوایان وايي، ۱۳۰ ګرامه ډوډۍ په ۱۰ روپۍ نشي خرڅولی، تاوان ورته کوي.
نانوایان وايي، ۱۳۰ ګرامه ډوډۍ په ۱۰ روپۍ نشي خرڅولی، تاوان ورته کوي.

دا چې د اوړو بیه ګرانه شوې او نانوایان په زوړ نرخ خلکو ته ډوډۍ نشي پخولی نو هغوی اعلان کړی چې د جنورۍ له ۲۰مې نېټې نه به هړتال پیلوي.

رحمت شاه د پېښور په رامپوره بازار کې نانوايي لري، هغه مشال راډیو ته وویل:

"موږ ته ویل شوي وو چې ۱۳۰ ګرامه ډوډۍ به په ۱۰ روپو خرڅوئ، هغه وخت به موږ په ۴۰۰۰ روپۍ بوجۍ اخېسته. اوس مې بوجۍ په ۵۱۰۰ روپو راوړې ده، نو خلکو ته په ۱۰ روپو ډوډۍ څنګه ورکړم؟ نو ځکه موږ مجبوره یو چې د ګل د ورځې نه هړتال وکړو."

په خېبر پښتونخوا او پنجاب دواړو کې د تحريک انصاف حکومت دی. دې ګوند پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د دواړو صوبو د چارواکو ترمنځ د دې مسلې د حل لپاره خبرې شوې دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د څلورو واړو صوبو چارواکو ته امر کړی چې د هغو خلکو خلاف دې کارروايي وکړي چې اوړه زخیره کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG