د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په روژه او سختې ګرمۍ کې د خوړو لپاره اوږد انتظار یې ژوند لا تریخ کړی"


"په روژه او سختې ګرمۍ کې د خوړو لپاره اوږد انتظار یې ژوند لا تریخ کړی"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:58 0:00

بنو: له شمالي وزیرستانه بې کوره کړل شوي خلک وايي، یو خوا د دوبي (اوړي) سخته ګرمي ده او بل لوري ته د روژې میاشت پیل دی، نو دوی په لمر کې د خوړو (راشن) تر لاسه کولو ته په ساعتونه ساعتونه انتظار باسي. دې کډوال مشال راډيو ته وویل، حکومت دې دوی ته د خوراک څښاک شیان ژر تر ژره ورکړي چې لږ تر لږه یې د روژې میاشت په ارام تېره شي. په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۴ز کال د جون له نیمايي راهیسې د پاکستان پوځ عملیات کوي. د دې له کبله شاوخوا ۱۰ لکه خلک بې کوره کړل شوي دي چې پکې زیاتره یې په بنو کې د کرایو په کورونو او د بکه خېلو په کیمپ کې مېشت دي. د کډوالو د شکایتونو په اړه دا ویډیو وګورئ.

XS
SM
MD
LG