د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکې برید درې وسله وال وژلي


بنو - پاکستاني چارواکي وايي، د دوشنبې (ګل) او سې شنبې (نهې) تر منځ په شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې مشکوکه وسله وال وژل شوي دي.

د استخباراتي ادارو چارواکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، دا برید په دته خېلو کې شوی چې پکې دوه مشکوک پټنځایونه په نښه کړل شول.

دوی وايي، تر اوسه مالومه نه ده چې وژل شوي مشکوکه وسله وال کورني دي او که بهرني.

ځېنو رسنیو د وژل شویو شمېر بدل ښودلی خو تر اوسه یوازې د درو کسانو د وژنې پخلی شوی.

د شنبې یا خالي پر ورځ هم په شمالي وزیرستان کې ډرون برید شوی وو چې پکې دوه بهرني او درې کورني وسله وال وژل شوي ول. البته چارواکو د بهرنیو وسله والو پېژندګلوۍ په اړه څه و نه ویل.

سږکال (۲۰۱۵ز) تر اوسه په پاکستان کې شپږ ډرون بریدونه شوي دي چې د پاکستان حکومت یې د خپلواکۍ ضد بولي البته په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه دریځ لري چې وسله وال په شمالي وزیرستان او ځېنو نورو قبایلي سیمو کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په افغانستان کې پر بهرنیو او کورنیو ځواکونو او حکومتي ودانیو بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG