د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: بې پایلټه الوتکې لږترلږه شپږ وسله وال وژلي دي


بې پایلټه الوتکه
بې پایلټه الوتکه

سیه ییز چارواکو د برید پخلی کړی دی او وايي چې بې پایلټه الوتکې د شنبې په سهار وختي هلته د وسله والو یو مرکز په دوو توغندیو وویشتئ.

بنو: په شمالي وزیرستان کې د بې پایلټه الوتکې په تازه برید کې لږترلږه شپږ وسله وال وژل شوي دي. دا برید د ډیورڼد کرښې ته نژدې د دته خېل تحصیل په ډوګه مداخېل سیمه کې شوی دی.

سیه ییز چارواکو د برید پخلی کړی دی او وايي چې بې پایلټه الوتکې د شنبې په سهار وختي هلته د وسله والو یو مرکز په دوو توغندیو وویشتئ.

ځیني چارواکي وايي چې د بې پایلټه الوتکې د دې برید په نتیجه کې په وژل شوو وسله والو کې ځیني پنجابیان هم شامل دي.

دا له هغه راهسې د بې پایلټه الوتکو څلورم برید دی چې پاکستاني پوځ د جون میاشتې پر ۱۵مه نېټه په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد عملیات پیل کړل.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:23 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

بل پلو د افغانستان په کونړ ولایت کې هم د بې پایلټه الوتکې په برید کې څلور وسله وال وژل شوي دي.

د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سید خیل نن (شنبه) مشال راډيو ته وویل چې بې پایلټه الوتکې بېګا شپه د غازي اباد ولسوالۍ په درین دره کې برید کړی چې په نتیجه کې یې د څلورو وسله والو د وژل کېدو تر څنګ دوه تنه نور ټپیان شوي هم دي.

عبدالحبیب سید خیل وايي چې په وژل شوو وسله والو کې یو پاکستانی هم شامل دی.

XS
SM
MD
LG