عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د جرګې ګډنوال احسان ولي د اېپي فقیر د لمسي په مشرۍ کې د ترسره شوې جرګې په باب له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، پاکستان دولت سره خبرې کوو که ناکامه شولې کډه کېږو.
د وزیرستان په میرلی کې جنګي هېليکوپټرو بازار او مارکیټونو ته ډېر سخت زیان اړولی دی. په دغه عملیاتو کې د عسکري چارواکو په ادعا تر سلو پورې وسله وال وژل شوي خو ځايي وګړي بیا د ولسي وګړو د سر او مال د زیان دعوې کوي.
د سیمې ځایي خلک وايي، غرمه مهال د میرلي پر تجارتي مرکز پاکستانیو جنګي هېليکوپټرو هوايي برید وکړ، بلخوا د تحصیل دتا خېل دېګان محمد خېل او د میرلي ځینې خلک وايي، چې په دغه بمبار کې د وسله والو تر څنګ ګڼ ولسي وګړي هم مړه ژوبل دي. او یو شمېر کورونه یې وران شوي دي.
د بشري حقونو فعالان وايي، د ځايي ولس ستونزې باید په پام کې ونيول شي او ورته هره ورځ په ګرځبندیز کې دومره مهلت ورکړل شي چې هغوی خپل ټول ضرورتونه پوره کړي او ولس ته پکار ده چې د خپلو حقونو لپاره په براخه کچه غږ اوچت کړي.
د ټول وزیرستان قبایلي مشر ((چیف اف وزیرستان یا د وزیرستان مشر)) ملک قادر خان سره د خپل ساتونکي او ډرېور د وسله والو په حمله کې وژل شوی دی. دولتي چارواکي وايي، پېښه تېر ماښام د میرامشا په ختیځ کې د چشمې له پله سره نېږدې شوې ده.
د پاکستان استخباراتي چارواکو او ځايي خلکو مشال راډیو ته وویل چې نامالومه وسله والو په شوال سيمه کې د نورو وسله والو پر يو موټر بمي بريد کړی دی چې په نتیجه کې یې په موټر کې سپاره پنځه واړه وسله وال ځای پر ځای وژل شوي دي.
په قبایلي سيمه شمالي وزيرستان کې د درې نور ماشومان د ګوزڼ یا پوليو په ناروغي اخته شوي دي.
په شمالي وزیرستان کې د یوې وسله والو نښتې په نتیجه کې څلور وسله وال او یو عام کس وژل شوي دي. د سیمې خلکو مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د چارشنبې په ماښام د میرامشا په سرګردان چوک کې وشوه.