بنو - د پاکستان پوځ ادعا کړې چې په شمالي وزیرستان کې یې د عملیاتو پر مهال ۲۰ نور وسله وال وژلي دي.
د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګه وايي، د چارشنبې یا شورو پر ورځ یې د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې د وسله والو څلور مرکزونه وران کړي دي.
د دوی په وینا، پوځ په میرلي کې هم مخ په وړاندې روان دی.
د پاکستان پوځ د جون پر پنځلسمه په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد عملیات پیل کړل او تر اوسه یې تر ۴۰۰ د زیاتو وسله والو د وژلو ادعاوې کړې دي.
هلته ځايي اوسېدونکي وايي، زیات نقصان ولسي وګړو او د دوی جایدادونو ته رسېدلی دی.
دوی له مشال راډيو سره وخت په وخت په خبرو کې ملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې ذکر هم کوي.
وسله والو طالبانو هم د مرګ ژوبلې د ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.
په شمالي وزیرستان کې د روانو عملیاتو پر مهال خبریالانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې هلته ولاړ شي او د مرګ ژوبلې د کره شمېر په ګډون د عملیاتو نور حال هم په بې طرفۍ او ازاده ډول بیان کړي.
له شمالي وزیرستانه د مالوماتو تر لاسه کولو یوازینۍ رسمي سرچینه د پاکستان پوځ دی چې د ادعاو پخلی یې ازادې سرچینې نه کوي.
بله سرچینه ځینې ولسي وګړي دي چې د شمالي وزیرستان له نسبتاً با امنه سیمو یا په ټیلي فون له خبریالانو سره خبرې کوي او یا هم له هغه ځایه تر وتلو وروسته په پښتونخوا کې د عملیاتو انځور وړاندې کوي.