راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.
د تحریک انصاف پلویانو د پاکستان په سر ښار اسلام اباد کې د مظاهرې پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې د ګوند له باني عمران خان سره دې د هغه د کورنۍ او ګوند غړو ته د ملاقات اجازه ورکړل شي.
عدالت د ټولو تورنو کسانو د غیرمنقول ملکیت د ضبطولو امر هم کړی دی. غیرمنقوله شتنمي د یو چا هغه دارايي وي چې له یو ځای نه بل ځای ته نه شي لېږدول کېدای، لکه ځمکه او کور.
د احتجاج کوونکو کډوالو يوې مشرې حسېنه رافعي نن (د نومبر پر ۲۵مه) مشال راډيو ته په استولې ويډيو کې تور پورې کړی چې تېره شپه يې د ښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي ضد ورځ لمانځله چې پوليسو "يرغل" ورباندې وکړ او هلته ناست ټول کسان يې ونیول.
عابد احساس خټک د شاعرۍ درې ټولګې چاپ کړې دي. نوموړی د نظم په فورم کې شاعري کوي. نوموړی وايي شاعر د ټولنې یو باخبره وګړی دی او ټولنیز حالات پرې ژور اغېز پرېباسي.
منظور چشتي اپرېدی د خیبر له ممتازو شاعرانو څخه یو دی خو هغومره شهرت یې نه دی ترلاسه کړی څومره چې یې حق جوړېده.
په پاکستان کې د تازه مېوو سوداګر وايي چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د لارو د تړل کېدو له امله اوس له ايرانه تازه مېوې واردوي. دوی وايي، له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د لارو بندېدو د تازه مېوو تجارت په ټپه درولی چې له کبله يې د پاکستان سوداګرو ته مالي زیانونه رسېدلي دي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
ارشد اقبال پښېمان وايي ټولنيزو رسنیو پښتو ادب ته تاوان نه بلکې ګټه رسولې
ځیني پاکستانۍ رسنۍ د وژلو شویو شمېر ۱۷ او د ژوبلو هغه ۲۰ ښيي. ډان ورځپاڼه لیکي چې په وژلو شویو او ژوبلو کسانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.
د نومبر پر اتلسمه د پاکستان اپوزيشن ګوندونو اتحاد، تحفظ ايين پاکستان د سپريم کورټ مخې ته د ۲۷م اييني ترميم پر ضد احتجاج وکړ. د احتجاج کوونکو په وينا په دې ترميم سره د سپريم کورټ اختيارات محدود کړل شوي دي. خو د پاکستان د قانون وزير، اعظم نذير تارړ وايي چې په سپريم کورټ د کار زور کم کړی دی.
په اسلام اباد کې د نومبر له اوومې ۱۰ ورځنۍ کلتوري مېله پیل شوې ده. په دې مېله کې د خیبر پښتونخوا دوديز خواړه او لباسونه هم نندارې او خرڅ ته وړاندې شوي دي. مسوولین یې وايي د مېلې يو هدف په لاس د جوړو شویو شيانو هنرمندانو ته د کاروبار موقع برابرول هم دي. نور حال د مشال راډیو په دې راپور کې وګورئ.
قاضي شاه ولسمشر ته په خپل استعفالیک کې هغه بدلون د هېواد پر "اساسي قانون جدي برید" بللی چې "د پاکستان ستره محکمه له منځه وړي، قضایه قوه د اجراییې تر واک لاندې کوي" او په ایین کې د "ولسواکي (جمهوریت) پر زړه ګوزار" کوي.
د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د ځايي عدالتونو مخې ته ځانمرګي بريد لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي او له ۲۰ زيات يې ژوبل کړي دي. د اسلام اباد د پيمز روغتون انتظاميه وايي چې په ژوبلو کې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
سيد شاه سعود د پښتو يو داسې شاعر دی چې په خپلو يوشمېر شعرونو کې يې فلسفيانه افکارو ته ځای ورکړی دی. نوموړي تر دې دمه د شاعرۍ اته ټولګې چاپ کړي او ځینې نوره ناچاپه شاعري هم لري. شاه سعود په خيبر پښتونخوا کې د فلسفې ښوونکی هم دی او پر يوټيوب د فلسفې په اړه ويناوې هم خپروي.
طیب الله خان طیب د پښتو ژبې داسې شاعر او لیکوال دی چې ځینې سنجیده لیکنې په خپل نوم کوي، خو طنزیه او مزاحیه لیکنې د فقیر ګل خالص په قلمي نوم کوي. د نوموړي دا راز په وروستیو کې په ادبي حلقو کې افشا شو چې طیب او خالص یو کس دی. له طیب سره بشپړه مرکه واورئ.
مصري خان خاطر اپرېدي د خپلې شاعرۍ له وجې په داسې زمانه کې په ولسي کچه لوی شهرت او نوم وګاټه چې په خیبر کې د حمزه شینواري، لال زاده ناظر شینواري، خیبر اپرېدي او ساحر اپرېدي په شان شاعران موجود ول او ځانونه یې د شهرت بام ته رسولي ول.
په راولپېنډۍ ښار کې د نسرين جمشيد په نوم يوې ښځې د لاسي هنرونو يو داسې مرکز پرانیستی چې پکې بې وزله ښځو ته مفتې زدکړې ورکوي. په مرکز داسې معیوبه ښځې هم زده کړې کوي او وايي چې نوي هنرونو ورته مالي ګټه رسولې. د راشد خټک او عمران يونس ويډيو
ناظر شينواری د پښتو "د غزل پلار" امير حمزه خان شينواري د مکتب تر ټولو مهم شاعر دی. هغه د پښتو ادب په نوي دور کې د خيبر د ډېرو نوموتو شاعرانو او ليکوالانو ښوونکی پاتې شوی دی. د شاعرانو او عام ولس د روزنې کولو له امله ناظر شينواري ته "د خيبر سقراط" هم ويل کېږي.
د منظور پشتين پر ضد هم د ترنول په تاڼه کې مقدمه درج شوې وه چې په هغه کې د ترهګرۍ ضد قانون مادې هم شاملې وې.
ډاکټر کليم شينواری د خيبر له مشرانو ليکوالانو دی. هغه د ناظر شينواري چې د لیکوالانو د استاد په نوم یادېده، زوی دی. ناظر شينواری د امير حمزه خان شينواري خوريي وو. ډاکټر کليم شينواري په تصوف او فلسفه د څېړنيز کارونو
امريکا مېشتي "جنيد شريف بنسټ" سږ کال د ادب لومړۍ جايزه، چې د ځلانده کلتوري مشر په نوم يادېږي، ليکوال او شاعر مصطفا سالک ته ورکړې ده.
نور وښیئ