اسلام اباد کې د مورنيو ژبو درې ورځنۍ مېله پای ته رسېدلې ده
د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د مورنيو ژبو درې ورځنۍ مېله د فبرورۍ پر ۱۵مه پای ته ورسېدله. په هغه مېله کې د پاکستان د نورو ژبو تر څنګ د پښتو ژبې شاعرانو، ليکوالانو او هنرمندانو ګډون کړی وو. د مشال راډیو خبريال راشد خټک هم دغې مېلې ته ورغلی وو او د پښتو ژبې له ليکوالانو او هنرمندانو سره يې خبرې کړي او ويډيويي راپور يې جوړ کړی دی.