د پاکستان په پارلېمان کې د حکومت مخالفو ګوندونو اتحاد "تحریک تحفظ ايين پاکستان" د فبرورۍ پر ۱۸مه د پخواني وزیراعظم او د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) د بنسټګر عمران خان د روغتیا د اندېښنو په اړه د خپل پینځه ورځني پرلت د پای ته رسولو اعلان کړی دی.
د پاکستان ايين ساتنې غورځنګ مشرانو غوښتنه وکړه چې په اډياله زندان کې د بندي عمران خان شخصي ډاکټرانو او خپلوانو ته دې له هغه سره د لیدو اجازه ورکړل شي.
په سېنېټ کې د حکومت مخالفه ګوندونو مشر علامه راجا ناصر عباس، په قامي اسمبلۍ کې اپوزیشن مشر محمود خان اڅکزي، د پي ټي ای مشر ګوهر علي خان او عمومي منشي سلمان اکرم راجا د پرلت ختمولو اعلان د ستر عدالت (سپريم کورټ) د ودانۍ بهر د عمران خان د قضیو تر اورېدنو وروسته له خبريالانو سره د خبرو په مهال وکړ.
راجا ناصر عباس خبریالانو ته وویل چې د پخوا پرتله د عمران خان روغتیايي حالت لږ څه ښه شوی د، خو هغه پر حکومت نیوکه وکړه چې د عمران خان کورنۍ یا شخصي ډاکټران يې د هغه له روغتيايي حالته نه دي خبر کړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د عمران خان شخصي ډاکټرانو، ډاکټر عاصم یوسف او ډاکټر فیصل سلطان ته باید اجازه ورکړل شي چې د هغه طبي معاینه وکړي.
عباس زیاته کړه چې د اپوزیشن غړي د عمران خان په روغتیايي حالت کې پر بهترۍ خوشحاله دي: "له همدې امله، لکه څنګه چې د روژې میاشت هم پیل کېږي، موږ د پارلېمان مخې ته خپل پرلت پای ته رسوو"
نوموړي وويل چې په بل پړاو کې دوی کولای شي چې مختلف اقدامات وکړي چې دا به د وخت له تېرېدو سره تر سره کوي.
پرانستی ليک
بل خوا د کرکټ د نړۍ ۱۴ وتلیو لوبغاړو او د لوبډلو مشرانو د پاکستان حکومت ته یو لیک استولی چې د عمران خان پر روغتیايي وضعیت اندېښمن دي او غوښتنه کوي چې په سمدستي توګه دي د هغه طبي معاینې وشي.
دا ليک پخواني لوبغاري سنېل ګواسکر، کپيل دیو، ایان چیپل، ناصر حسین، کلاییو لايډ، مایکل اتیرټن، الن بارډر او سټیووا استولی دی.
دوی د عمران خان د لید یا نظر د اغېزمنېدو پر راپورونو خواشیني ښوولې او غوښتنه یې کړې ده چې د متخصصو ډاکټرانو لخوا دې د هغه په سمدستي توګه معاینه وشي.
پخوانیو لوبډلمشرانو په خپل لیک کې ويلي دي : "د پي ټي ای بنسټګر پر نړیوال کچ یو مشهور شخصیت دی، مخالفتونه خپل ځای لري البته انسانیت او متقابل درناوی خورا مهم دي."
د دی ليک په ليکونکو کې هېڅ یو پاکستانی کرکټ لوبغاړی شامل نه دی.
د عمران خان روغتيايي حالت
په اډیاله زندان کې د بندي عمران خان د سترګې ديد یا نظر اغېزمنېدو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته د هغه کورنۍ، د ګوند غړیو او په پارلېمان کې د مخالفو ګوندونونو غړیو احتجاج پيل کړی دی.
سپريم کورټ د هغه وکیل سلمان صفدر د عدالت د ملګري په توګه ټاکلی او هغه ته یې مسیولیت سپارلی چې د عمران خان د روغتیا او په زندان کې هغه ته د ورکړل شویو اسانتیاوو په اړه دې راپور وړاندې کړي.
د سلمان صفدر لخوا سترې عدالت ته وړاندې شوي راپور کې څرګنده شوې چې عمران خان یوې سترګې ۸۵ فیصده دید له لاسه ورکړی دی.
د عدالت په امر د متخصص ډاکټرانو یوې ډلې په اډیاله زندان کې د عمران خان تفصيلي طبي معاینه ترسره کړې او په هغه راپور کې چې ستر عدالت ته وړاندې شوی، دعوه شوې ده چې د پخواني وزيراعظم د سترګو دید ۷۰ سلنه ښه شوی دی.
د پاکستان حکومت هم په وار وار ويلي دي چې عمران خان یې روغتون ته لېږدولی او هلته یې ورته د سترګو درملنه کړې ده.
د پاکستان د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزیر عطا الله تارړ ویلي ول چې د پېمز ډاکتر د عمران خان سترګې لیدلې دي او زیاته کړې یې وه چې هغه روغ رمټ دی.
د پېمز روغتون مشر ډاکټر رانا عمران سکندر هم د جنورۍ پر ۳۱مه په یو ویډیويي پیغام کې ویلي ول چې نوموړی روغ دی.
د عمران خان زنداني کېدل
د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په قضیه کې نیول شوی وو، خو سپريم کورټ یې ګرفتاري غیر قانوني ګرځولې وه او هغه یې خوشې کړی وو.
نوموړی بیا د همهغه کال په اګست کې د درغليو په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپېنډۍ په اډيالې زندان کې بندي دی.
وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی.
داراز، د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر پر ۲۰مه په زندان کې ځانګړي عدالت په یوه مقدمه کې عمران خان او د هغه ښځې بشرا بي بي ته د ۱۷، ۱۷ کلونو بند سزا واوروله.
د توشه خانې په دویمه قضیه کې پر عمران خان او د هغې پر ښځې بشرا بي بي تور پورې شوی وو چې د بهرنیو هېوادونو د مشرانو دولتي ډالۍ یې په خورا کمه بیه اخیستې او ترلاسه کړې وې. خو هغوی پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.
عمران خان عدالتي پرېکړه رد کړه او پر هم هغه ورځ یې په زندان کې له خپلو وکیلانو سره د لیدو پر مهال خپل ګوند ته د احتجاجي تحریک پیلولو سپارښتنه وکړه. تحریک انصاف داراز وايي، د پرېکړې ضد په اعلا عدالت کې درخواست دایروي.
عمران خان، د هغه ښځه بشرا بي بي او تحریک انصاف وايي، پر وړاندې یې دایرې شوې ټولې قضيې سياسي دي.