د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افګار بخاري له غزلو سندرې ډېرې مشهورې دي


د افګار بخاري له غزلو سندرې ډېرې مشهورې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:37:00 0:00

د پښتو ادب د څېړونکو په باور افګار بخاري د غزل شاعر وو او په دې لاره کې ترې د لازیاتو پنځونو تمه کېده خو دا چې د سندرغاړو له برکته یې سندرې مشهورې شوې نو د هغه زیاته علاقه له سندرو طرف ته لاړه. د افګار بخاري لیکلې سلګونه سندرې رسول باچا، نصرالله مروت، خیال محمد، شاه ولي، ګلزار عالم او نورو ویلې دي. د کره کتونکو په باور که افګار له سندرو زیات غزلونو ته وخت ورکړی وای نو د پښتو ادب ځولۍ ته به یې نادره غزلیزه پانګه ور سپارلې وای. د افګار بخاري د ژوند او کار په اړه دا ځانګړی پروګرام واورئ.

XS
SM
MD
LG