سعادت سحر په ۸۰ کلنۍ کې هم ادبي فعاليت کوي
د پښتو ژبې ليکوال او شاعر سعادت علي سحر د خيبر پښتونخوا د کواټ (کوهاټ) ضلعې د لاچۍ اوسېدونکی دی خو ډېره موده يې په دره ادم خېل کې تېره کړې ده او هلته د يو سرکاري ښوونځي سرښوونکی وو. د نوموړي عمر ۸۰ کلونو ته نېزدې دی خو اوس هم په ادبي توګه فعال ژوند تېروي. د سحر د نثر او نظم شاوخوا ۱۰ کتابونه چاپ دي او يوشمېر نور ناچاپه اثار هم لري. موږ له سحر سره د هغه پر ادبي سفر مرکه کړې ده.