د پنجاب حکومت د مېوو او سبزيو پلورونکو ته نوې کراچيانې ورکړې دي
د پنجاب حکومت په لارو کوڅو کې د مېوو او سبزيو پلورونکو ته نوې کراچيانې (رېړۍ يا ګاډې) ورکړې دي او د هغوی لپاره يې په ښارونو کې ځايونه ځانګړي دي. اخوا ځايي خلک وايي چې په دې ځانګړو بازارونو کې توکي په ارزانه ډول تر لاسه کوي. د مشال راډيو خبريالانو په راولپېنډۍ کې له هغه ځانګړي بازاره ويډيويي راپور رالېږلی دی.