بشیر احمد ګواښ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان او پاکستان پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه جوړوي.
نوموړي د بیان ازادۍ په اړه د "مشال انلاین" په ګډون یوشمېر اوونیزې خپرونې جوړې کړې دي. د مشال انلاین ټولې برخې دلته موندلای شئ.
د ګواښ د اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه دا ده او پر فېسبوک یې هم تعقیبولای شئ.
ماهرنګ بلوڅې د هغه انلاین ملاقات په اړه پر اېکس ليکلي چې د ملګرو ملتونو استازې ته یې د حکومت د رویې، جبري لادرکيو، د پولیسو له لوري د بې بنیاده مقدمو او د پنجاب په تونسې کې د احتجاجیانو د بې درکه کولو په اړه شکایتونه وکړل.
محسن داوړ د جنورۍ پر دريېمه له مشال رېډيو سره په مرکه کې وويل چې ورباندې د شوي برید لامل دا دی چې نوموړی "په سيمه کې د مصنوعي جنګونو خلاف" دی. هغه وویل، له سیاسي او سوله ییزې لارې به د سختدريځۍ او ترهګرۍ پر ضد کار ته ادامه ورکوي.
ملا شیرین اخوند د افغان طالبانو مشر ته نېږدی کس ګڼل کېږي. له هغه سره په پلاوي کې د طالبانو د حکومت د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو ترڅنګ د استخباراتو چارواکي هم شامل دي.
د کاربنديز له امله یې د کوټې ښار د سریاب سيمې ترڅنګ په مستونګ، قلات، سوراب، خضدار، وډ او يوشمېر نورو سيمو کې دوکانونه ترل شوي او په بازارو کي د خلګو ګڼه ګوڼه کمه ده.
په افغانستان کې د اقتصاد کمزورۍ او بې روزګارۍ ځيني ځوانان دې ته اړ کړي چې په ډله ییز شکل ودونه وکړي. ځوانان وايي په انفرادي ډول واده کې باید سلګونه مېلمانه راوغواړي خو په ډله ییز واده کې له کورنۍ پرته د نورو خلکو د وربللو اجازه نه وي. همداراز په ډله ییز واده کې د خوړو لګښت هم کم وي.
د غورځنګ يو مخکښ ادریس پشتين مشال راډيو ته وويل چې د ډېسېمبر پر ۲۳مه به په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد يو عدالت د پشتين د قضیې اورېدنه کوله خو د جج ابوالحسنات محمد ذوالقرنین د نه موجودیت له امله وځنډېده.
کمېشن د ډېسېمبر پر۲۳مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د ملک په بېلابېلو برخو کې په مبینه ډول د انتخاباتو کمېشن چارواکو د تحريک انصاف د ځينو نوماندانو له نوملیکنې انکار کړی چې د جمهوري اقدار خلاف کار دی.
په مراکش کې له سلګونو کلونو راهیسې د موسیقۍ يو ځانګړی قسم مشهور دی. دغه هنر ته "ملحون" ويل کېږي. له دې لارې شاعران خپل شعرونه له موسیقۍ سره وايي او هغه خبرې چې په عام ډول يې نه شي کولی، د سندرو په بڼه يې خلکو ته رسوي.
د اسلام اباد پولیسو د خبریالانو مرکز مخې ته د لاریونوالو احتجاجي کیمپ ړنګ کړ او له هغه ځایه یې هم څو تنه ونیول. پوليسو ويلي چې مظاهرچیانو پر ۲۶م نمبر چونګۍ او داراز په ايوب څلور لاره کې "پولیس په کاڼو وویشتل" نو ځکه یې لسګونه کسان ونیول.
په چين کې د ټېکنالوژۍ شرکتونه د مصنوعي زيرکتيا په مرسته کورنيو ته له خپلو مړو شويو خپلوانو سره د خبرو موقعې برابروي. شرکتونه د وفات شوي کس ويډيو، عکسونه او غږ اخلي او د کورنيو لخوا د ورکړل شويو معلوماتو پر اساس متن ورته جوړوي.
د ماورای عدالت وژنو او جبري لادرکیو پرضد له بلوچستانه د اسلام اباد پر لوري روان لاریونوال چې ډېره اسماعیل خان ته ورسېدل نو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشر منظور پشتین مور و پلار هم ورسره ملګري شول. د بلوڅانو لاریون په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د جسټس پراجېکټ پاکستان په خبره، له ۲۰۱۰ز څخه تر ۲۰۲۳ز کال پورې ۱۷۱ پاکستانیان په سعودي عرب او ۱۲ نور په نورو هېوادونو کې په بېلابېلو تورونو اعدام یا پانسي شوي دي.
د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان په درابڼ کې د وسلوالو په برید کې د ۲۵ پوځيانو تر وژل کېدو وروسته ځايي خلک وايي، چاودنه دومره زوروره وه چې د خواوشا کورونو کړکۍ او دروازې یې ماتې کړې. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د دې پرلت مشر غوث الله د دیسمبر پر لسمه، د شپې ناوخته مشال راډيو ته وويل، دوی خبر شوي وو چې امنيتي ځواکونه به پرې په کورونو کې چاپې وهي نو ځکه یې تر نيمې شپې پرلت ته دوام ورکړ.
هر کال لسګونه زره کډوال د میکسیکو له لارې امریکا ته داخلېږي. هغه پناه غوښتونکي له غلا، تښتونو او جنسي تېري څخه د ځان ساتنې لپاره په میکسیکو کې خوندي ځای ته ضرورت لري
نور وښیئ