د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشکيک پولیس وايي پر بهرنيوو زده کونکو د تشدد په تور یې ځيني کسان نيولي‌ دي


 پاکستاني زده کوونکي له بشکيکه د وتلو په حال کې
پاکستاني زده کوونکي له بشکيکه د وتلو په حال کې

د کرغزستان چارواکي‌ وايي په بشکيک کې یې پر بهرنيوو زده کوونکو د تشدد په تور کې دوه نور کسان نيولي دي.

د بشکيک ښار پولیسو د مې پر ۲۲مه رسنيوو ته په ليږلي بیان کې وويل چې دغه ۲ کسان د پوهنتونونو پر زده کوونکو په تشدد کولو تورن دي. پوليسو پر فیسبوک د دغه کسانو تصویرونه او هغه ويډيوګانې هم خپرې کړي چې پکې ليدل کېږي چې دوی په هاسټل کې دننه زده کوونکي‌ وهي.

د تشدد دا پېښې د مې د ۱۷مې او ۱۸مې په مينځنۍ شپه شوې وې. د کرغزي چارواکو په وينا، په بشکيک کې د بهرنيو زده کوونکو پر ضد د ځايي خلکو غصه تر هغې وروسته وپارېده چې د مصريانو او ځايي زده کوونکو د نښتو يوه ويډيو پر انټرنېټ خپره شوه.

تر هغه وروسته، د کرغزستان په سرښار بشکيک کې ځايي خلک د بېلابېلو پوهنتونونو هاسټلونو او د زده کوونکو شخصي استوګنځايونو ته ننوتل او د چارواکو په وينا لږ تر لږه یې تر ۴۱ پورې بهرني زده کوونکي په وهلو زخميان کړل. په هغوی کې اکثره یې پاکستانيان ول.

بلخوا د چويي سيمه ییزو پولیسو نن په يوه خبرپاڼه کې وويل چې ۵ وګړي‌ یې پر هندي، پاکستانيوو او بنګله دیشي زده کوونکو د تشدد کولو په تور نيولي‌دي. د ازادې اروپا راډيو د کرغزي څانګې تر مخه، پولیسو ويلي‌ چې دغو کسانو د مې پر ۱۸مه د بهرنيوو زده کوونکو شيان هم لوټ کړي وو. پولیسو تر دې يوه ورځ مخکې هم په ورته تورونو د يو کس د نیولو اعلان کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مرستيال وزیراعظم او د بهرنيوو چارو وزیر اسحق ډار د مې پر ۲۱مه بشکيک ته تللی وو. هغه د مې پر ۲۲مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې په دې ناڅاپي سفر ځکه ولاړ چې غوښتل یې د پاکستانيوو زده کوونکو حالت معلوم کړي. د نوموړي په خبره کرعزي چارواکو ورسره وعده کړې ده چې تشدد کوونکي‌ به نیسي او پاکستانيوو وګړو ته به خوندي چاپيريال برابروي.

تر دې مخکې د کرغزستان ولسمشر صدر ژاپاروف ويلي وو چې هغو کسانو ته به سزا ورکول کېږي چې پر بهرنيو زده کوونکو یې تشدد کړی وو. نوموړي د مې پر ۲۰مه، په خپاره کړي ويډيويي بیان کې وویل چې حکومت اراده لري چې زخمي زده کوونکو ته معاوضه ورکړي. ژاپاروف خبرداری ورکړی چې که بیا داسې پېښه وشي نو امنيتي ځواکونه به د ګډوډۍ جوړونکو پر ضد له زوره کار واخلي.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت د مې له ۱۸مې راهیسې له بشکيک څخه د خپلو زده کوونکو ليږدول پيل کړي دي. د پاکستان د هوايي چلند د ادارې په وينا، هغه هېواد ته د ستنو شويو پاکستانيو زده کوونکو شمېر له ۲۰۰۰ اوښتی دی.

اسحق ډار له بشکيکه تر راستنېدو وروسته، خبریالانو ته وويل چې د کرغزستان چارواکو ورته ډاډ ورکړی چې اوس حالات کنټرول دي. د کرغزستان د بهرنيوو چارو وزارت تېره ورځ په خبرپاڼه کې زیاته کړې وه چې د کورنيو چارو وزارت اضافي پولیس سرتېري د پېښو ځایونو ته استولي دي او د کوم زده کوونکي د وژل کېدو راپور نه شته.

XS
SM
MD
LG