د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برېتانيې حکومت له جون مياشتې روانډا ته د پناه غوښتونکو لېږدول پيلوي


د برېتانيې حکومت له جون مياشتې روانډا ته د پناه غوښتونکو لېږدول پيلوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:53 0:00

د برېتانيې حکومت پلان لري چې له جون مياشتې هغه هېواد ته د ورغليو پناه غوښتونکو افریقايي هېواد، روانډا ته لېږدول پيل کړي. په هغو کډوالو کې پاکستانیان او افغانان هم شامل دي. د بشري حقونو ادارو هغه پلان د بشري حقونو تروړل بللی او د درولو غوښتنه یې کړې ده. خو وزیراعظم رېشي سوناک ټینګار کوي چې کډوال برېتانيې ته تر رسېدو مخکې له ګڼو خوندي هېوادونو ورتېرېږي او کولی شي چې هم هلته پناه واخلي. د نوموړي حکومت روانډا ته تلونکو کډوالو ته پیسې هم ورکوي خو پناه غوښتونکي هغه هېواد محفوظ نه ګڼي او نه غواړي چې هلته لاړ شي. له همدې وجې ځينې کډوال بیرته له برېتانيې وځي او نېږدې هېواد ایرلينډ ته پناه وړي خو هلته یې هم راتلونکې معلومه نه ده. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.

XS
SM
MD
LG