د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن: ایسټبلیشمينټ د امنیت ساتلو پر ځای د حکومتونو په جوړولو مصروف دی


مولانا فضل الرحمن په یوې جلسې کې د وينا په مهال - انځور له ارشیفه
مولانا فضل الرحمن په یوې جلسې کې د وينا په مهال - انځور له ارشیفه

د جمیعت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن د پاکستان پر پوځ تور پورې کړی چې د امنيت سمولو پر ځای سیاست کوي.

فضل الرحمن د اپريل پر ۲۹مه، د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د وينا په وخت وويل چې د هېواد امنیت ورځ تر بلې خرابیږي خو "ایسټبلیشمنټ د حکومتونو او ايوانونو په جوړولو مصروف دی". د پاکستان پوځ د نوموړي د بیان په اړه څه نه دي ويلي خو په تیرو وختونو کې یې په سیاست کې د مداخلې نه کولو دريځ تکرار کړی دی.

فضل الرحمن وويل چې د فرورۍ پر اتمه شويو عامو انتخاباتو کې د ناامنۍ په نامه، د دوی ګوند او سیاستوال کمپاين ته پرېنښودل شول. هغه ادعا وکړه چې امنيتي‌ادارې د خپلو دنده د ترسره کولو پر ځای د ایوان په جوړولو اخته دي نو ځکه له ماښام وروسته په قبايلي سيمو کې د وسله والو کنټرول وي او د پولیسو تاڼې بندې وي.

نوموړي زیاته کړه: "سمه ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت کوتاهي‌کوي او له خپلو سرحدونو یې وسله وال دلته راځي خو تاسو څه کوئ؟ دا ووایاست چې تاسو هلته پر سرحد څه کوئ؟ تاسو یې ولې مخه نه نيسئ؟ جنرال باجوه صاحب به ويل چې موږ اغزن تار لګولی او اوس به هېڅوک نه تللی او نه راتللی شي. نوهغه اغزن تار څنګه شو؟ څوک له دوی پوښتنه کولی شي؟"

د پاکستان پوځ او د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ حکومت د مولانا فضل الرحمن د دې ادعاوو په غبرګون کې څه نه دي ويلي. پوځ همیشه ټينګار کړی چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې يې په زرګونو سرتيري وژل شوي او د وسله والو ترمنځ توپير نه کوي. پوځ دا هم وايي چې حکومت د ملکي چارواکو او امنیت ساتلو د سرتیرو دنده ده.

خو مولانا فضل الرحمان وويل: "موږ فیصله کړې چې د دې غلامۍ په خلاف به جنګ کوو. په عملي‌میدان کې به یې کوو. موږ به د ايين او قانون لاندې خپله مبارزه کوو. دا اوس زموږ ذمه واري ده. یا پر موږ عالمي قوتونه حکومت کوي او يا پر موږ زموږ ایسټبلیشمینټ. دا نظام موږ ته د منلو وړ نه دی."

مولانا فضل الرحمان اعلان وکړ چې د مې پر دويمه به په کراچۍ او د مې پر نهمه نېټه به په پېښور کې مظاهرې کوي. نوموړي حکمران مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ ته وړانديز وکړ چې که په تېرو ټاکنو کې رښتيا هم پاکستان تحريک انصاف ډېرې رایې وړې وي نو حکومت دې ورته وسپاري.

تحريک انصاف هم دريځ لري چې په ټاکنو کې ورسره زیاتی شوی، په ځينو ځایونو کې یې کاندیدان نااهله ګرځول شوي وو او روايتي نښه، بېټ هم ترې اخیستل شوې وه. خو د پاکستان انتخاباتي کمېشن په تېرو عامو انتخاباتو کې د درغلیو تورونه رد کړې او وايي‌ د هېڅ ګوند ملاتړ یا مخالفت نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG