بلوڅ بېلتونپالې ډلې ولې پر چینایانو حملې کوي؟

د پاکستان بحري ځواک یو سرتېری په ګوادر بندر کې د چینايي سامان وړونکې بېړۍ پهره کوي - د ۲۰۱۶ز کال انځور.

د پاکستان په کراچۍ پوهنتون کې د اپرېل ۲۶مې په بريد کې د وژل شويو درې چينايانو او يو پاکستاني وګړي د وژنې ذمه واري بلوڅ وسله والې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي منلې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې بلوڅ وسله والو ډلو چينایان په نښه کړي دي بلکې تر دې وړاندې هم په کراچۍ او بلوچستان کې پر چينايي وګړیو حملې شوې دي خو دغه بريدونه د پخوا پرتله له ۲۰۱۸ز کال راهيسې زیات شول.

د ۲۰۱۸ز کال په اګست کې يو ځانمرګي بريدګر د بلوچستان په دالبندين کې د چينايي انجينرانو پر يوه بس برید وکړ چې پکې د درې چینایانو په ګډو پینځه کسان ژوبل شول. د هم هغه کال په نومبر کې بلوڅ وسله والو په کراچۍ کې د چين پر قونسلګرۍ حمله وکړه او څلور کسان يې ووژل.

تر دې وروسته، د ۲۰۱۹ز کال په مې کې بلوڅ وسله والو د ګوادر پر پرل کانټينېټل هوټل بريد وکړ چې پکې پينځه کسان وژل شوي او شپږ ژوبل شوي ول.

په ۲۰۲۰ز کال کې بلوڅ بېلتونپالو وسله والو د کراچۍ د ونډو بازار (سټاک اېکسچېنج) پر ودانۍ حمله کړې وه. هغه مهال چينايي شرکتونو د ونډو په بازار کې ۴۰ فيصده برخه درلوده.

دا هم وګورئ:

بلوڅ وسله والو څنګه د پاکستان پر امنيتي ځواکونو د لويو حملو توان پیدا کړ؟ایا بلوڅ بېلتون غوښتونکي د ځواکمنېدو په حال کې دي؟بلوچستان: په دوو بریدونو او نښتو کې ۱۲ سرتېري او ۱۳ وسله وال وژل شويچین: پاکستان دې د کراچۍ برید کې د ککړو کسانو ضد سخته کارروايي وکړيبلوچستان: بریدونو کې د عسکرو مرګژوبله او د پاکستان بنسټښود مجسمه الوزول شوې

د پاکستان تر جوړېدو وروسته په تېرو ۷۴ کلونو کې یوشمېر بلوڅ ډلو په مختلفو وختونو کې پینځه ځلې د رياست پرضد وسله پورته کړې ده چې په غبرګون کې يې هر وار حکومت پوځي عملیات کړي دي.

هغه ډلې وايي چې په ۱۹۴۸زکال کې د پاکستان واکدارانو د بلوڅانو خپلواکه قلات ریاست د يوه "جبري تړون" له لارې له پاکستان سره ګډ کړی وو او دوی غواړي چې بلوچستان بېرته ازاد کړي.

خو د پاکستان حکومت دريځ لري چې د هغه وخت د قلات واکمن مير احمد یار خان او د پاکستان پخواني ګورنر جنرل محمد علي جناح ترمینځ له تړون سره سم، قلات "په خپله خوښه" په پاکستان ورګډ شوی وو.

دا هم وګورئ: خان اف قلات: له پاکستان سره مې د خبرو شرط د محمد علي جناح او میر احمد یار خان تړون دی

په تېرو څلورو وسله والو جګړو کې بلوڅو ډلو به يوازې د پاکستان تاسیسات او امنيتي ځواکونو په نښه کول خو د وسله والۍ پر پینځم پړاو کې چې په ۲۰۰۱ز کال کې پیل شو، یې پر چینایانو هم حملې پیل کړې.

په تېرو ۱۸ کلونو کې بلوڅ وسله والو ډلو په بلوچستان او کراچۍ کې پر چينايي وګړيو او ګټو شاوخوا اووه ځلې حملې کړې دي. چين په بلوچستان کې د ګوادر بندر ترڅنګ په مختلف سيمو کې پانګونه کړې ده. د اربونو ډالرو هغه پانګونه د چین – پاکستان اقتصادي لارو د پروژو په ترڅ کې کېږي.

چین په تېرو کلونو کې تر ټولو زیاته پانګونه په ګوادر کې کړې.

بلوڅ بېلتونپالي ولې پر چینایانو بریدونه کوي؟

په کوټه کې مېشت د سياسي او پرمختيايي چارو پوه رفيع الله کاکړ د اپرېل پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې بلوڅ وسله وال دريځ لري چې چين له پاکستاني دولت سره په ګډه د بلوڅو د ساحل او وسایلو د "نیولو پلان جوړ" کړی دی. "بلوڅ وسله وال د پاکستان ریاست هم دلته [په بلوڅ سيمو کې] نه پرېږدي او وايي، زموږ ساحل او وسايل استحصالوي."

د کاکړ په خبره، بېلتونپالي بلوڅ پاکستان "د ۲۱مې پېړۍ استعماري (یا ښکېلاکګر) قوت" ګڼي او فکر کوي چې "چین هم د ۲۱مې پېړۍ د اېمپیریالېزم (یا پانګواکۍ) جديد شکل دی" چې د پاکستان "ملګری دی او زموږ د ساحل او وسايل د قبضې پلان یې جوړ کړی دی."

بلوڅ وسله وال د پاکستان ریاست هم دلته [په بلوڅ سيمو کې] نه پرېږدي او وايي، زموږ ساحل او وسايل استحصالوي.
رفیع الله کاکړ

چين دا مهال د بلوچستان په درې سيمو کې په مختلفو څانګو کې پانګونه کوي. د هغه هېواد کارکوونکي د چاغي د سېندک سرو زرو او مسو پروژه چلوي، په حب ضلع کې يې برېښنا کوټ جوړ کړی خو تر ټولو لویه اقتصادي پانګونه او چارې يې په ګوادر بندر کې روانې کړې دي.

د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ له پروژو سره سم بیجنګ په ګوادر کې خپل اقتصادي فعاليت نور هم پراخ کړی دی چې ورباندې نه يوازې بلوڅ وسله والې ډلې بلکې هغه بلوڅ سياسي ګوندونه هم نيوکې کوي چې پر وسله واله جګړه باور نه لري او د پاکستان په اييني او سياسي چوکاټ کې د حقونو غوښتنه کوي.

پاکستاني سرتېري په کراچۍ کې پر چینايي قونسلګرۍ تر برید وروسته د ودانۍ له دېوال سره د عملیاتو پرمهال - د ۲۰۱۸ز کال د نومبر ۲۳مې انځور.

د سیاسي ګوندونو نظر

په بېلتونپالو وسله والو ډلو او بلوڅ سياسي ګوندونو کې يو واضح فرق دا دی چې وسله والې ډلې غوښتنه کوي چې چين دې په بشپړه توګه له بلوچستانه ووځي خو سياسي ګوندونه غواړي چې هغه هېواد دې هلته پرمختيايي کارونه وکړي، البته پکې ځايي بلوڅانو ته پر ونډې ورکولو ټینګار کوي.

چین د ګوادر په بندر کې خورا زیاته پانګونه کړې ده - پخوانی انځور.

په هغه صوبه کې د نېشنل ګوند د اطلاعاتو سېکرټر جان بليدي د اپرېل پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې دوی دا ګڼي چې بلوچستان او پاکستان دومره وړتيا او ټېکنالوژي نه لري چې خپله پر لويو پروژو کار وکړي نو ځکه بايد چين دا کارونه وکړي. "موږ دا فکر کوو چې څوک هم دلته کار کوي باید د ځايي خلکو ګټې خوندې کړي. په کاروبار او امدن کې د خلکو او بلوچستان ونډه وي. خو موږ ته د چين له خوا داسې کول نه ښکاري. چين په ګوادر کې يو سړک جوړ کړی او هغه يې هم تړلی دی. دوی هوايي ډګر جوړ کړی چې ورسره د خلکو هېڅ ګټه نه ده تړلې. [د بلوچستان اوسېدونکي] په امدن، نوکريو او روزګار کې برخه نه لري. ځکه خو چې د چینایانو پرضد کوم اقدام کېږي نو خلک له چينایانو سره خواخوږي نه لري."

حکومتي دریځ

د پاکستان ریاست بیا پر چينايانو د بلوڅو وسله والو بريدونو ته په جلا نظر ګوري.

د هغه هېواد تېرو او اوسني حکومت تل تور پورې کړی چې بهرني هېوادونه د بلوڅو وسله والو تر شا لاس لري او نه غواړي چې د چين او پاکستان تعلقات پیاوړي شي.

معلومه خبره ده چې زموږ دښمن ملکونه - که هغه هند دی یا بیا د افغانستان د خاورې په استعمالولو زموږ پر امنيتي عسکرو بريدونه دي – [یې ملاتړ کوي] او نه غواړي بلوچستان او پاکستان پرمختګ وکړي.
سردار عبدالرحمان کېتراڼ

د بلوچستان د مواصلاتو وزير سردار عبدالرحمان کېتراڼ د اپرېل پر ۲۸مه له مشال راډيو سره د مرکې پر مهال تور پورې کړ چې د پاکستان ګاونډیو هېوادونو بلوچستان په جنګي سيمه بدل کړی دی.

نوموړي ادعا وکړه چې بلوچستان د "ترقۍ پر لوري روان شوی" دی خو د ده په تور "افغانستان، ايران او هند په ګډه" دا صوبه په "جنګي سيمه" بدله کړې ده. "وسله وال له بهره پیسې ترلاسه کوي. نن، سبا د يوه کلاشنیکوف قیمت دوه نيم یا درې لکه [روپۍ] دی، دغسې د یوه کارتوس بیه ۱۰۰، ۲۰۰ روپۍ ده. نو که يو څوک دومره ښه مجهز وي، په غره کې کښېني او له ریاست سره ډغره وهي نو معلومه خبره ده چې زموږ دښمن ملکونه - که هغه هند دی یا بیا د افغانستان د خاورې په استعمالولو زموږ پر امنيتي عسکرو بريدونه دي – [یې ملاتړ کوي] او نه غواړي بلوچستان او پاکستان پرمختګ وکړي."

خو بلوڅ وسله والو ډلو تل دا تورونه رد کړي چې ګواکې دوی د بهرنیو هېوادونو په لمسون او ملاتړ د پاکستان پرضد وسله واله جګړه کوي.

د بلوچستان د چارو پوهان فکر کوي چې که په صوبه کې د چين له خوا په روانو پرمختيايي پروژو کې د ځايي سياسي مشرانو باور ترلاسه شي او پکې د هغې سیمې خلکو ته زیاته ونډه ورکړي نو ښايي د چينایانو پرضد حملې د اوس پرتله کمې شي.