د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: په دوو بریدونو او نښتو کې ۱۲ سرتېري او ۱۳ وسله وال وژل شوي


چارواکي وايي، بریدونه د بلوچستان له مرکز کوټې څخه ۱۵۰ کېلومیټره لیرې په نوشکي او څه باندې ۵۰۰ کېلومیټره لیرې په پنجګور کې شوی.
چارواکي وايي، بریدونه د بلوچستان له مرکز کوټې څخه ۱۵۰ کېلومیټره لیرې په نوشکي او څه باندې ۵۰۰ کېلومیټره لیرې په پنجګور کې شوی.

چارواکي وايي، په بلوچستان کې د امنيتي ځواکونو پر دوو مرکزونو په بريدونو او نښتو کې ۱۲ امنيتي سرتېري او ۱۳ وسله وال وژل شوي دي.

د بلوچستان د کورنيو چارو سلاکار میرضیا لانګو د فبرورۍ پر درېیمه په کوټه کې يوې خبرې غونډې ته وويل چې د صوبې په نوشکي او پنجګور ضلعو کې د فبرورۍ پر دويمه شپې مهال د امنیتي سرتېرو پر مرکزونو په بریدونو او وروسته په نښتو کې ۲۳ امنیتي سرتېري ژوبل شوي هم دي.

د نوموړي په خبره، په نوشکي کې د وسله والو په ډزو کې پينځه امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۲ ژوبل شوي دي. بلخوا په پنجګور کې اووه امنيتي سرتېري وژل شوي او ۱۱ ژوبل شوي دي.

د نوشکي او پنجګور ضلعو د حملو مسووليت بلوڅ بېلتونپالې ډلې "بلوچ لېبرېشن ارمي" منلی دی.

نوشکي د بلوچستان له مرکز کوټې څخه ۱۵۰ کېلومیټره لیرې او پنجګور څه باندې ۵۰۰ کېلومیټره لیرې جنوب ته پرتې سیمې دي.

بلخوا د پاکستان پوځ د عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) د فبرورۍ پر درېیمه په بيان کې ويلي چې په نوشکي او پنجګور کې يې ۱۳ وسله وال وژلي دي.

تر دې مخکې، د پاکستان د کورنيو چارو وزير ويلي ول چې په بلوچستان کې په بريدونو او نښتو کې ۱۵ وسله وال وژل شوي دي.

شېخ رشيد احمد د فبرورۍ پر درېیمه په يوه ويډيويي پيغام کې ویلي، امنیتي ځواکونو د فبرورۍ پر دویمه شپې مهال د وسله والو حملې شنډې کړې دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د بریدګرو په شا تمبولو لپاره د پوځ "زړورتیا" ستایلې او د هغوی د "لویو قربانیو" یادونه یې کړې ده.

هلته بېلتونپاله ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي پر ټولنيزو رسنيو په خپل بيان کې ادعا کړې چې ځانمرګو بريدګرو یې د پوځي مرکزونو په داخلي دروازو کې په وسلو بار ګاډو ته چاودنه ورکړې او هلته يې تر ۵۰ زيات سرتېري ووژل.

مشال راډیو په خپلواکه ډول په هغو لیرې پرتو سیمو کې د مرګ ژوبلې په اړه د حکومتي چارواکو او بلوڅ بېلتونپالې ډلې د دعوو تصدیق نه شي کولای.

په وروستیو کې په بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو حملې زیاتې شوې دي.

د جنورۍ ۲۵مې او ۲۶مې په منځنۍ شپه د بلوچستان په کېچ ضلع کې د امنيتي سرتېرو پر يوه پوسته د وسله والو په بريد کې ۱۰ سرتېري ووژل. د هغه بريد مسوليت بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن فرنټ منلی وو.

بلوڅ بېلتونپالې وسله والې ډلې له لسیزو راهیسې له پاکستانه د خپلواکۍ لپاره جنګېږي او پر وفاقي حکومت تور پورې کوي چې په نامنصفانه ډول د صوبې د ګیس او معدنیاتو سرچینې کاروي. اسلام اباد دریځ لري چې په بلوچستان کې یې پر یوشمېر پرمختیايي پروژو کار ته دوام ورکړی او هڅه کوي چې د صوبې د اوسېدونکو ژوند ښه کړي.

پاکستان همداراز، تور پورې کوي چې هند په پټه په بلوچستان کې د بېلتونپالو ملاتړ کوي خو نوي ډيلي دا تورونه په وار وار رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG