د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې د چینايي وګړیو امنیت ډاډمن کړي: چین


پاکستان: د نومبر پر ۲۳مه (۲۰۱۸) پاکستاني امنیتي اهکاران د چینايي کونسلګرۍ مخې ته تر برید وروسته له سوځېدلیو ګاډو سره ولاړ دي.
پاکستان: د نومبر پر ۲۳مه (۲۰۱۸) پاکستاني امنیتي اهکاران د چینايي کونسلګرۍ مخې ته تر برید وروسته له سوځېدلیو ګاډو سره ولاړ دي.

د چین حکومت د پاکستان په کراچۍ ښار کې نن جمعه د نوومبر ۲۳مه، پر خپله قونسلګرۍ حمله غندلې ده.

د چین بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې هلته د چینايي وګړیو امنیت ته پام وکړي او ډاډ ورکړي.

د دې وزارت ویاند، جینګ شوانګ ویلي چې د کونسلګرۍ ټول کارمندان او د هغوی کورنۍ په خوندي ځای کې دي.

هغه نن په پېکنګ کې خبريالانو ته وویل:

"چین پر ډیپلوماټیکو ادارو حملې غندي او د پاکستان له حکومته غواړي چې د چینیايي وګړیو او ادارو د ښه امنیت لپاره عملي ګامونه پورته کړي. "

جینګ شوانګ
جینګ شوانګ

د سیند په ستر صنعتي ښار کراچۍ کې یوه امنیتي چارواکي وویل چې د نومبر پر ۲۳مه د جمعې په سهار په یو ګاډی کې سورو درې تنو وسله والو په کلفټن سیمه کې پر چینايي کونسلګرۍ لومړی د لاسي بمونو برید وکړ او وروسته له امنیتي اهلکارانو سره په نښته کې درې واړه وسله وال ووژل شول.

د پوليسو مشر امير شېخ د نومبر پر ۲۳مه نېټه خبریالانو ته وویل بریدګرو هڅه کوله چې په کونسلګرۍ کې د ويزې برخې ته ننوزي خو پوليس او رېنجرز عسکرو یې هڅه ناکامه کړه.

''زموږ دوه پوليسواله وژل شوي دي. دلته پوليس او رينجرز موجود وی. بريدګر کونسلګرۍ ته په ننوتو کې کاميابه نه شول.''

شيخ زیاتوي چې د نښتې پرمهال په سيمه کې دوه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

کراچۍ کې پر چينايي کونسلګرۍ بريد
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:15 0:00

د هغه په وینا چې له وژل شویو وسله والو یې د ځانوژنکي حملې دوې جېکټې هم ترلاسه کړې او په کوم موټر کې چې ورغلي ول هغه یې هم له باروتو ډک وو. د نوموړي په وینا موټر یې په ولکه کې دی او پلټنې ترې روانې دي.

بلوڅ بېلتونپاله وسله والې ډلې (بلوچ لېبرېشن ارمي) د حملې ذمه واري منلې ده. دا ډله د چین – پاکستان اقتصادي لار د هغو پروژو مخالفه ده چې په بلوچستان کې عملي کېږي.

پاکستان: د نومبر پر ۲۳مه (۲۰۱۸) د چینايي کونسلګرۍ مخې ته تر برید وروسته رضاکاران د مړو ژوبلو په انتظار دي.
پاکستان: د نومبر پر ۲۳مه (۲۰۱۸) د چینايي کونسلګرۍ مخې ته تر برید وروسته رضاکاران د مړو ژوبلو په انتظار دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزير شاه محمود قرېشي په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د چینايي کونسلګرۍ ټول کارکوونکي محفوظه دي.

د نوموړي وينا وه دا یو ښه خبر دی چې په کونسلګرۍ کې له چين سره اړه کو کسانو کار کولو چې شمېره يې ۲۱ده ټول خوندي ځای ته رسول شوي دي.

دی وايي په اسلام اباد کې د چين له کونسلګرۍ سره په تماس کې دی او په چين کې هم پاکستانۍ سفارتخانې ته ټول معلومات ورکړل شوي دي چې د یاد ملک د بهرنېو چارو له وزارت سره يې شريک کړل شوي دي.

پر چینايي کونسلګرۍ د برید موخه؟

پخواني سېنېټر افراسیاب خټک په کراچۍ کې پر چینايي کونسلګرۍ برید د پاکستان او چین ترمنځ د اړیکو خړپړولو سازش وباله. د مشال راډيو له خبریال ګل ایاز سره په خبرو کې نوموړي وویل چین هېواد په پاکستان کې د سیپېک په نامه یوه اقتصادي شاهراه جوړول پیل کړې او له دې پرته هغوی د یوې سیمې یوې لارې په نامهیوه لویه پروژه ده. د دې مقصد دا دی چې دې سیمه کې جوړښت پیدا کړل شي، او دغه تجارتي لار له اسیا څخه یورپ ته وغځول شي. دا خو یو لوی پروګرام دی. او چینیان د دې لپاره ثبات غواړي، سوله غواړي، او غواړي چې په دې سیمه کې سیمه ییزه همکاري موجوده وي. نو دغه ډول بریدونه د چین د اقتصادي پروژو پروړاندې د خنډ اچولو هڅې کېدای شي.

د ډاکتر فیصل ټویټ

هلته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل پر ټوېټر په یوه بیان کې ویلي چې د چینايي کونسلګرۍ ټول کارکوونکي محفوظه دي.

برید بي اېل اې کړی

بلوڅ بېلتونپاله وسله والې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي د حملې ذمه واري منلې ده.

دا ډله د چین – پاکستان اقتصادي لار د هغو پروژو مخالفه ده چې په بلوچستان کې عملي کېږي.

د ډلې یوه ویاند جیند بلوڅ رویټرز خبري اژانس او بي بي سي ته په ټېلېفون ویلي چې د دوی درېوو ځانمرګو بریدګرو پر کونسلګرۍ برید وکړ.

پاکستاني وزیراعظم عمران خان د حملې د پلټنو امر کړی دی.

جارواکي وايي، د ډزو تر پېښې سمدستي وروسته پولیس او د رېنجر ځواک سرتېري سیمې ته رسېدلي دي.

د چین کونسلګري د کراچۍ په کلېفټن سیمه کې ده چې وار له مخه پکې امنیتي اقدامات شوي وي.

کراچۍ د پاکستان تر ټولو لوی ښار او اقتصادي پلازمېنه ده.

XS
SM
MD
LG