د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: بریدونو کې د عسکرو مرګژوبله او د پاکستان بنسټښود مجسمه الوزول شوې


د پاکستان باني محمد علي جناح له خپلې خور فاطمه جناح او له خپلې لور ډینا وډیه سره په یوه ناڅرګند ځای کې. دا تصویر په ۱۹۹۷ز کال راوتلی وو.
د پاکستان باني محمد علي جناح له خپلې خور فاطمه جناح او له خپلې لور ډینا وډیه سره په یوه ناڅرګند ځای کې. دا تصویر په ۱۹۹۷ز کال راوتلی وو.

د بلوچستان په مچ سیمه کي د وسله والو په بريد کې یو امنیتي سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې ای اېس پي ار د سېپټېمبر پر ۲۶مه په خپل يوه بيان کې ويلي چې وسله والو په مچ سيمه کې د سرحدي عسکرو پر یوه چېک پوسټ برید وکړ چې پکې سپاهي عرفان ووژل شو او دوه نور ژوبل دي. په بيان کې ويل شوي، تر حملې وروسته ژوبل عسکر د علاج لپاره کوټې ته وړل شوي دي.

د اوسنۍ حملې ذمه واري لا تر اوسه چا نه ده منلې خو تر دې وړاندې د روانې سېپټېمبر میاشتې پر ۲۵مه نېټه د بلوچستان په هرنايي سیمه کې پر سرحدي عسکرو یوې چادونې څلور عسکر وژلي ول. په هغه چاودنه کې د پاکستاني پوځ یو کېپټن او یو لېفټینیټ هم ټپیان شوي ول.

بلخوا د بلوچستان په ګوادر ښار کې نامالومه کسانو د اتوار/ یکشنبې په ورځ د پاکستان بنسټګر محمد علي جناح مجسمه په بم الوزولې ده.

د گوادر مرستیال کمشنر کبیر زرکون او د پولیسو مشر اېس اېس پي ډاکټر فرحان زاهد ډیوه رېډیو ته دغه پېښه تایید کړ‎ې.

یادہ مجسمه د گوادر په حساسه سیمه کې ودرول شوې چې نزدې ورسرہ د لوړ‎ پوړ‎و پوځي او پولیس چارواکو کورونه موقعیت لري.

د چارواکو په وینا د مجسمې په ساتنه پوځي سرتېري ګومارل شوي ول.

بلوڅ وسله والي ډلي بلوڅ ريپبلکن ارمي (بي ار اې) د مجسمې الوزلو زمه واري منلې ده.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې له پاکستانه د ازادۍ لپاره وسله واله مبارزه کوي. دوی تور پورې کوي چې مرکزي حکومت د بلوچستان طبعي زېرمې او شتمنۍ لوټي خو پاکستان یې تورونه نه مني.

د دغه صوبې ګوادر بندر د چین-پاکستان اقتصادي راهدارۍ د اربونو ډالرو برخه ده چې د چین یوه سیمه یوه لار نوښت نومېږي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG