امریکايي رسنۍ: ټرمپ منځني ختیځ ته د زرګونه اضافي سرتېرو پر استولو غور کوي

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره خبرې کوي - د مارچ ۱۹مې انځور.

د امریکا ګڼو رسنيو د سرچینو په حواله راپور ورکړی دی چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر دې غور کوي چې زرګونه اضافي امریکايي ځمکني سرتېري منځني ختیځ ته واستوي چې هلته "عملیات" پیاوړي کړي.

دا داسې اقدام دی چې ټرمپ ته به د ایران پر ضد په جګړه کې نور انتخابونه ورکړي.

دا راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې ټرمپ خپله د مارچ پر ۱۹مه دا رد کړه چې ګواکې هغې سیمې ته د نورو ځواکونو د لېږدولو په حال کې دی، خو داسې ښکاري چې دا امکان یې لا هم پرانیستی پرېښی دی.

نوموړي خبریالانو ته وویل: "زه هېڅ ځای ته پوځیان نه لېږدوم. که چېرې مې لېږدول، نو یقیناً به تاسې ته نه وایم. خو زه پوځیان نه لېږدوم. موږ به هر هغه څه وکړو چې اړین وي."

اخوا د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط رويټرز خبري اژانس ته ويلي دي چې "اوسمهال د ځمکنیو سرتېرو د لېږدولو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې، خو ولسمشر ټرمپ په هوښیارۍ ټول انتخابونه پرانیستي ساتي."

د امريکا دفاع وزارت د دې موضوع په اړه د نظر له څرګندونو ډډه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییلو د مارچ پر ۱۸مه پر ایران د بریدونو لړۍ پراخولو اعلان وکړ او و یې ویل چې د هغه هېواد په شمالي سیمو کې یې د انرژۍ مرکزونه په نخښه کړي دي.

امریکا او اسراییلو چې د فبرورۍ پر ۲۸مې پر ایران بریدونه پیل کړل نو تر ډېره یې سرښار تهران او د هېواد مرکزي او لوېديزې سیمې په نخښه کولې. دا لومړی ځل وو چې د ایران شمالي سیمې هم په نخښه کېږي.

بل پلو، ایران هم د مارچ پر ۱۸مه ګواښ وکړ چې په ځوابي کاروایۍ کې به په ټوله سیمه کې د انرژۍ مرکزونه په نخښه کوي.

ایران تر خبرداري يوه ورځ وروسته د مارچ پر ۱۹مه وویل چې په قطر کې یې د ګازو پر یوې فابریکې برید کړی دی.

دوحه وايي، د هغو بریدونو له امله په فابریکه کې اورلګېدلی او پراخه ویجاړي یې ور اړولې ده خو زیاتوي چې وروسته یې اور وواژه.

امریکا او اسراییلو د فبرورۍ له ۲۸مې پر ایران حملو ته دوام ورکړی دی.

بلخوا ايران پر اسراييلو د ځوابي بريدونو تر څنګ په خلیجې هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د توغنديو او ډرون بريدونو ته دوام ورکړی دی چې د پراخې جګړې د پیلیدو په اړه یې اندېښنې زېږولې دي او له کبله یې د تېلو بیې لوړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د فبرورۍ پر ۲۸مه د ایران پر وړاندې د امریکايي او اسراییلي حملو تر پیلېدو وروسته په سمدستي ډول په منځني ختیځ کې د جګړې درولو غوښتنه وکړه.