د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ايران د امريکا او اسراييل بريدونه، تهران په خليج کې پوځي اډې په نخښه کړي


پر ايران د امريکا او اسراييل بريدونه، تهران په خليج کې پوځي اډې په نخښه کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:42 0:00

 امریکا او اسرايیليو د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران پراخ هوايي بریدونه پيل کړي دي. بلخوا ايران پر اسراييلو د ځوابي بريدونو تر څنګ په خلیجې هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو توغندي ویشتي دي. بحرین د امریکا د پينځمې بحري بیړۍ پر مرکز د برید پخلی کړی دی. متحده عربي امارات وايي توغندي یې شنډ کړي خو په ابوظبۍ کې د ملبې له لوېدو یو کس وژل شوی. بلخوا قطر ټول توغندي په هوا کې له مينځه وړي او د سعودي په پلازمېنه ریاض کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. په عين حال کې د سیمې هېوادونو خپل دفاعي نظامونه فعال کړي. اخوا د جګړې د پراخېدو وېره زیاته شوې او ګڼ نړیوال پروازونه د خطر د لوړې کچې له امله ځنډول شوي دي. په دې اړه د رويټرز او فرانس پرېس خبري اژانسونو له بېلا بېلو ويډيوګانو جوړ رپورټ

XS
SM
MD
LG