د خیبر په تیرا میدان کې د بارانونو او واورو له امله له هغې سيمې د کډو ايستلو او نومليکنې لړۍ ځنډېدلې ده.
د خیبر ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) شاهد بلال راو د جنورۍ پر ۲۲مه ناوخته مشال راډیو ته په استول وشې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د اعلاوزیر سهېل اپرېدي په امر یې په تیرا کې له واورو او بارانونو د اغېزمنو خلکو د ژغورلو چارې پیل کړې دي.
بيان زياتوي چې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام صوبايي ادارې د اغېزمنو لپاره په کمبلو، بړستونو، میټرسو، خېمو، ترپالونو او د ماشومانو لپاره په تودو جامو بار ۱۲ ګاډي تیرا ته استولي دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د مرستندویه او ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ګڼ کارکوونکي او مشینري یې په تیرا کې د واورې له کبله د اغېزمنو ژغورلو ته لېږلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تیرا میدان، نري بابا، دوه توی، پایندي چینه، ننګروسه او تختکي سیمو کې د زیاتې واورې ورېدو له کبله له هغو سیمو بار شوي خلک په لارو کې ایسار شوي دي.
د خیبر ضلعې د مرستندويه ادارې مرستیال کمېشنر ارشاد مومند د جنورۍ پر ۲۲مه په یو ویډیويي پيغام کې د تیرا پر اغېزمنو غږ کړی چې تر بل امر پورې دې خپل حرکت ودروي او د ده په وینا، "هلته دې خوندي ځایونو ته منتقل شي."
تر دې يوه ورځ وړاندې، د جنورۍ پر ۲۱مه د خیبر ضلعې له تیرا د یوې بې کوره شوې کورنۍ ګاډی کندې ته پرېوت چې په نتيجه کې يې دوه کسان ووژل شول او درې نور ژوبل شول.
په تيرا کې واورو لارې په داسې حال کې بندې کړي چې په وروستیو کې د پاکستان پوځ د هغې سيمې شپږو قومونو ته وویل چې د جنورۍ له ۱۰مې څخه دې تر ۲۵مې پورې خپلې مېنې پرېږدي چې هلته د وسلوالو پر وړاندې عملیات وکړي.
د خیبر انتظامیه وايي، له هغه وخت راهیسې له تیرا میدانه شاوخوا ۶۰ سلنه خلک وتلي دي.
د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ټي ډي اېم اې) د عملیاتو له وجې د شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ وګړو د بې کوره کېدو اټکل کړی دی او زیاتوي چې له ټولو سره مالي مرسته کوي.