د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تیرا د یوې کډوالې کورنۍ د ګاډي اوښتو پېښې ۲ ماشومان وژلي


له تیرا د بې کوره شوې کورنۍ کډه لېږدوونکی ګاډی په پیندي چینه کې د نوملیکنې له مرکز سره نېږدې ولاړ دی - د جنورۍ ۱۰مې انځور.
له تیرا د بې کوره شوې کورنۍ کډه لېږدوونکی ګاډی په پیندي چینه کې د نوملیکنې له مرکز سره نېږدې ولاړ دی - د جنورۍ ۱۰مې انځور.

د خیبر ضلعې له تیرا د یوې بې کوره شوې کورنۍ ګاډی کندې ته پرېوتی دی چې پکې دوه ماشومان وژل شوي دي.

د مرستندویه او ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ضلعي چارواکي مقصود عالم د جنورۍ پر ۲۲مه مشال راډيو ته وویل چې پېښه د روانې میاشتې پر ۲۱مه شپې ناوخته شوې ده.

دی وايي، د تیرا میدان یو اوسېدونکي په پېک اپ ګاډي کې کډه بار کړې وه او باړې ته پر لاره وو چې په دوه توی کې ګاډی د ډرېور له واک یا کنټروله ووت او کندې ته پرېوت.

مقصود وايي، په پېښه کې په ګاډي کې سپاره پینځه تنه سخت ژوبل شول چې وروسته یوې دوه کلنې نجلۍ او ۱۲ کلن هلک سا ورکړه.

د رېسکیو ۱۱۲۲ هغه چارواکی زیاتوي چې ژوبل یې روغتون ته لېږدولي او درملنه یې روانه ده.

دا پېښه پر داسې مهال شوې ده چې په وروستیو کې د پاکستان پوځ د تیرا شپږو قومونو ته وویل چې د جنورۍ له ۱۰مې څخه دې تر ۲۵مې پورې خپلې مېنې پرېږدي چې هلته د وسلوالو پر وړاندې عملیات وکړي.

د خیبر انتظامیه وايي، له هغه وخت راهیسې له تیرا میدانه شاوخوا ۶۰ سلنه خلک وتلي دي.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ټي ډي اېم اې) د عملیاتو له وجې د شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ وګړو د بې کوره کېدو اټکل کړی دی او زیاتوي چې له ټولو سره مالي مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG