د خیبر ضلعې د تیرا د قامي مشرانو کمېټۍ له سیمې د پوځي عملياتو له امله نورو ځایونو ته د کډه کوونکو خلکو د نومليکنې د پروسې ضد احتجاج کړی دی.
د کمېټۍ یو مشر ملک کمال الدین اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې حکومت پر خلکو غږ کړی دی چې تر پوځي عملیاتو وړاندې دې سیمه پرېږدي، خو د هغه په وينا، د پیندي چینې د نوم ثبتونې په مرکز کې د هغوی کارونه ځنډول کېږي.
نوموړی وايي، په همدې وجه یې د جنورۍ پر ۱۳مه احتجاج وکړ او د تیرا او باړې تر مینځ لاره یې تر څه مهاله پورې تړلې وه.
د نوموړي په وینا، د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) د هغو کسانو نوم لیکنه نه کوي چې پر شناختي کارډونو یې مختلفې پتې (ادرسونه) لیکل شوې وي او یا یې د جنورۍ له پینځمې وړاندې کډې کړې وي.
بل پلو په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو د نظم ادارې یو چارواکي عادل ظهور د جنورۍ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې نادرا یوازې د هغو کسانو نوملیکنه کوي چې مستقل ادرس یې د خیبر د تیرا سیمې وي.
بل پلو، په صوبايي اسمبلۍ کې د تیرا د خلکو منتخب استازي عبدالغني د جنورۍ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، کوم کسان چې د جنورۍ له پینځمې وړاندې له تیرا وتلي دي، حکومت به د هغوی راجسټرېشن د پیندي چینې پر ځای د باړې په منډي کڅ کې کوي او د ټرانسپورټ پیسې به ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د تیرا ټولو قبيلو ته ویلي دي چې د جنورۍ له ۱۰مې څخه دې تر ۲۵مې پورې له هغې سیمې ووځي چې دا ډول هلته د وسلوالو پرضد عملیات وکړي.
چارواکي د عملیاتو له وجې د شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ وګړو د بې کوره کېدو اټکل کوي او وايي، له ټولو کورنیو سره مالي مرسته کوي.