په کورمه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ نښته شوې ده

پولیس وايي، پوځيان تر پېښې وروسته سیمې ته ورغلل او خلک یې له مورچو ښکته کړل - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د کورمې د پیواړ د شیعه ګانو او د تنګي او میرمې سیمو د سنیانو ترمینځ نښته شوې چې د چارواکو په وینا، پکې دواړو خواوو سپکه او درنه وسله کارولې ده.

د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د ډېسېمبر پر ۳۱مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې نښته د ډېسېمبر پر ۳۰مه شپې مهال پیل شوه.

دی وايي، پوځیان د خبر له ترلاسه کولو سره سم هغې سیمې ته ورغلل او په دوو ساعتونو کې یې د دواړو خواوو وسلوال له مورچو ښکته کړل.

ده وویل چې په نښته کې چا ته ځاني زیان نه دی رسېدلی.

دواړو خواوو پر یو بل د نښتې پیلولو تور پورې کړی دی خو چارواکي وايي چې د پېښې پلټنې کوي.

په تېرو ورځو کې په سیمه کې پر مساپر وړونکو ګاډو تر دوو وسلوالو حملو وروسته په کورمه کې وضعیت ترینګلی شوی دی.

د دېسېمبر پر ۳۰مه د کورمې په درانیو سیمو کې وسلوالو له پاړه چیناره پېښور ته پر لاره د شیعه مساپرو پر ګاډي برید وکړ چې پکې یو تن ژوبل شو.

تر دې مخکې د ډېسېمبر پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا په هنګو کې له پېښوره پاړه چینار ته پر تلونکي مساپر وړونکي ګاډي په برید کې دوه تنه ووژل او پینځه ژوبل شول.

د ډېسېمبر پر ۲۷مه په پاړه چینار کې سلګونه خلکو د هغه پرضد مظاهره وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې په پېښه کې ککړ کسان ژرترژره ونیسي او د سیمې د لارو خوندیتوب باوري کړي.

د هنګو ضلعې ټل تحصیل له کورمې سره لګېدلی دی. د هنګو اکثریت وګړي سنیان دي خو شیعه ګان یې هم په مختلفو برخو کې اوسي.

دا هم وګورئ:

په کورمه کې د وسله والو په برید کې یو تن ژوبل شوید پاړه چینار اوسېدونکو د هنګو برید پرضد مظاهره کړې دههنګو کې پر مساپر وړونکي ګاډي وسلوال برید کې ۲ تنه وژل شوي او ۵ ژوبل دي

تر دې مخکې په اکتوبر کې درې ځلې پر سړکونو پر شیعه مساپرو حملې شوې وې چې پکې تر ۱۰ زیاتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه خو د هغو حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

له دې پرته په وروستیو کې هلته پر مساپر وړونکو ګاډو د کاڼو ویشتلو پېښې وشوې چې پر سر یې جرګې د ځینو کلیو پر اوسېدونکو جرمانې لګولې دي.

د ډېسېمبر پر ۲۶مه د هنګو تر پېښې لږ ساعت وروسته د کورمې په شینګک کې ځايي خلکو د سنیانو ګاډي او پکې سپاره مساپر نیولي ول چې انتظامي چارواکو او ځايي مشرانو وروسته ازاد کړل.

په کورمه کې یو امنیتي چارواکي د ډېسېمبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د هنګو په برید کې ککړو کسانو ته نېږدې شوي دي او ژر به یې ونیسي.

ده ویلي ول چې د هغې حملې موخه د سیمې حالات خرابول دي خو له خلکو هیله لري چې د غبرګون ښوولو پر مهال به ناقانونه اقدام نه کوي.

چارواکي زیاته کړې وه چې په سیمه کې د تګ راتګ لارې خلاصې دي او امنیتي سرتېرو ورباندې ګشت یا ګزمې ته دوام ورکړی دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

کورمه کې د سني او شیعه ولسونو ترمینځ د شخړې اصل وجې څه دي؟

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

سږ کال (۲۰۲۳ز) په جولای میاشت کې د سني او شیعه ډلو ترمینځ نښته هله بنده شوه چې له اورکزو، هنګو او کوهاټه مشران سیمې ته په جرګه ورغلل او هلته یې د دواړو خواوو ترمینځ د سولې تړون وکړ.

سږ کال په جولای میاشت کې په کورمه کې د قبیلو ترمینځ د ځمکې لانجې پر تر شپږو ورځو پورې نښتې وشوې او درنه مرګژوبله یې واړوله. وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه لاسلیک کړه.

تر هغې وړاندې د مې پر څلورمه په کورمه کې د یو تن تر وژنې وروسته، په تري منګلو کې پارېدلو کسانو څلور شیعه استادان او درې مزدوران ووژل چې تر هغې وروسته په سیمه کې ترینګلتیا زیاته شوه او د پېښې پر ضد په پېښور، اسلام اباد او کورمه کې یو شمېر ځلې احتجاجونه وشول.