د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د وسله والو په برید کې یو تن ژوبل شوی


د ډېسېمبر پر ۲۶مه په هنګو کې پر مساپر وړونکي ګاډي برید مرګژوبله اړولې وه.
د ډېسېمبر پر ۲۶مه په هنګو کې پر مساپر وړونکي ګاډي برید مرګژوبله اړولې وه.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې پر یو ګاډي د وسلوالو په برید کې یو تن ژوبل شوی دی.

د کورمې د پولیسو مشر محمد عمران د ډېسېمبر پر ۳۰مه، مشال راډيو ته وویل چې پېښه د خالي پر ورځ د درانیو په بای پاس سړک هغه مهال وشوه چې له پاړه چیناره پېښور ته یو ګاډی له سیمې تېرېده.

هغه وویل: "پر یو ګاډي ډزې شوي دي، خو ډېر ځاني زیان نه دی رسېدلې، یو تن معمولي زخمي دی. د هغه د سر سره نږدې یوه ګولۍ تېره شوې. پولیس هم هلته دي. علاقه مو په ولکه کې اخیستې ده."

د حملې ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې خو پولیس وایي د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

په څلورو ورځو کې دا د خپل نوعیت دویم برید دی چې وشو. د ډېسېمبر پر ۲۶مه په هنګو کې پر مساپر وړونکي ګاډي په وسلوال برید کې دوه تنه ووژل شول او پینځه ژوبل شول.

بلخوا سني او شیعه مشرانو د برید غندنه کړې او له حکومته یې غوښتي دي چې د لارې په اوږدو کې دې د مساپرو تګ راتګ د خونديتوب لپاره کار وکړي.

د کورمې شیعه او سني مشران وايي دا پېښې د فرقه ییز تاوتریخوالي د پارولو لپاره شوې دي. دوی د سیمې له اوسېدونکو څخه د سوله ییز چلند غوښتنه کړې ده.

په وروستیو کې هلته پر مساپر وړونکو ګاډو د کاڼو ویشتلو پېښې وشوې چې پر سر یې جرګې د ځینو کلیو پر اوسېدونکو جرمانې لګولې دي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG