پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، منظور پښتین د اټک زندان ته وړل شوی دی

منظور پښتين د جنورۍ له څلورمې د پنجاب د جهلم په زندان کې بندي وو. (انځور: ارشیف)

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي د دوی مشر منظور پښتين د پنجاب له جهلم څخه د اټک زندان ته وړل شوی دی.

د غورځنګ یو مخکښ ادريس پښتين د جنورۍ پر ۳۰مه مشال راډيو ته وویل چې دا خبره د چکوال د پولیسو مشرې قرتعلېن ملک د جنورۍ پر ۲۹مه په راولپنډۍ کې د لاهور های کورټ په څانګه کې د منظور پښتین په اړه د مقدمې اورېدنې پر کړې ده.

منظور پښتين د جنورۍ له څلورمې د عامه نظم خرابولو په تور د چکوال د مرستیال کمشنر په امر د قانون د (درې ایم پي او) مادې له مخې د پنجاب د جهلم په زندان کې بندي وو.

بلخوا د چکوال د پولیسو مشر او د اټک زندان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پښتون ژغورنې غوځنګ مشران وايي، د جنورۍ پر څلورمه چې عدالت په وروستۍ مقدمه کې هم منظور پښتین ته ضمانت ورکړ او هغه د راولپېنډۍ له اډیالې زندانه خوشې کېده نو د پنجاب پولیسو ونیوه او له ځان سره یې یووړ.

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپل مشر منظور پشتین په ګډون د نورو ملګرو د خوشې کولو او په پښتون مېشته سیمو کې د ناامنیو پرضد احتجاجونه جاري ساتلي دي.

غورځنګ په دې ترڅ کې تر ټولو تازه احتجاج د جنورۍ پر ۲۸مه په لاهور کې کړی وو چې د یاد ښار پولیسو د غورځنګ یوشمېر هغه غړي نيولي وو چې د خپل مشر منظور پښتین د خوشې کولو لپاره یې د هغه ښار په ازادۍ څلورلاره (لېبرټي چوک) کې مظاهره کوله.

پولیس وايي، په صوبه کې یې ۱۴۴ دفعه لګولې چې له مخې یې د پینځو یا تر پینځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو، د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ او د لاوډ سپیکر پر ناسم استعمال بنديز وي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پي ټي اېم پر ګرفتاریو سربېره لاهور کې مظاهره کړې ده

پښتون ژغورنې غورځنګ پر خپل بندي مشر منظور پښتین لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان په ایین کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه کوي.

پر منظور پښتين ټولې څلورې مقدمې وې. د ډېسېمبر پر ۲۶مه عدالت د ترهګرۍ په دوو مقدمو کې د هغه ضمانت ومانه خو وروسته یې په يوه بله مقدمه کې د ترنول پولیسو ته په دوه ورځني جسماني رېمانډ وسپاره.

تر دې وړاندې، د ډېسېمبر پر ۱۸مه او ۲۳مه د پشتين د قضيې اورېدنه د جج د نه موجودیت له امله ځنډېدلې وه. البته د جنورۍ پر څلورمه د اسلام اباد عدالت د غورځنګ د بهرني تمویل په قضیه کې د پشتین د ضمانت درخواست منظور کړ.

د بلوچستان پوليسو منظور پشتين د ډېسېمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې کله هغه احتجاجي ناستې ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان وو. وروسته نوموړی د اسلام اباد پوليسو ته وسپارل شو.

د چمن ډېپټي کمېشنر راجا اطهر عباس مشال راډیو ته ويلي ول چې د پشتین خلاف مقدمه ځکه درج شوې او ځکه نیول شوی چې ساتونکو یې پر پوليسو ډزې کړې دي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ دا تور ردوي او وایي چې ډزې د منظور پشتین پر موټر شوې چې نښې یې له ورايه ښکاري.

د پاکستان پوليسو منظور پشتين تر دې مخکې هم څو ځلې نیولی دی او پر هغه یې تور پورې کړی دی چې نوموړی د ریاست پر ضد د خلکو پارولو هڅه کوي خو نوموړی دا تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان د ايين په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي او پر خپله سيمه امن غواړي.